د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د پخواني شوروي د ځواکونو د وتلو کلیزه؛ ځینې افغانان: افغانانو ډېرې قربانۍ او کړاوونه ګاللي


له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو د وتلو یو انځور. کال ۱۹۸۸
له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو د وتلو یو انځور. کال ۱۹۸۸

نن د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو د وتلو ۳۵مه کلیزه ده.

له نن څخه پنځه دېرش کاله وړاندې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې میاشتې په ۲۶مه، چې د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبرورۍ میاشتې له ۱۵مې سره برابره ده، د پخواني شوروي اتحاد پوځیان له څه باندې نهه کلنې جګړې وروسته له افغانستانه ووتل.

دا جګړه د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ جګړه بلل کېږي.

د ځینو راپورونو له مخې په دې جګړه کې نږدې دوه میلیونه افغانان وژل شوي، معلول او یا هم لادرکه شوي او د پخواني شوروي اتحاد شاوخوا ۱۵ زره سرتېري هم وژل شوي وو.

پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه نېټه، چې د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر له ۲۷ سره برابره ده، زرګونه سرتېري افغانستان ته ولېږل څو دغه هېواد له سیاسي او نظامي پلوه کنټرول کړي.

۳۵ کاله وړاندې د ۱۹۸۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه، چې د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې میاشتې له ۲۶ سره برابره وه، پخواني شوروي اتحاد له افغانستانه د خپلو ځواکونو د بشپړ وتلو اعلان وکړ.

دو تانک نیروهای روسیه در نزدیک کابل زمستان سال 1980
په ۱۹۸۰ کال کې د کابل یوه څنده کې دوه روسي ټانکونه

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ماتې له امله د سلواغې ۲۶ مه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې وويل چې پر افغانستان د شوروي د يرغل په پایله کې په ميليونونو خلک ووژل شول، معلول او يا هم بې کوره شول، خو زیاته یې کړه افغانانو تل په افغانستان کې د ده په ټکو یرغلګرو ته په مبارزو کې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی.

نوموړي په افغانستان کې د تېرو کلونو کورنيو جګړو او ستونزو ته په اشارې سره وويل چې دا هېواد اوس ازاد او په‌کې امنيت تامين دى.

هغه زیاته کړه: "هېڅ داسې کلی نه‌شته چې امن نه وي، د افغانستان ملت د هر قوم او قبیلې او د هر ملیت چې وي لکه ورونه سره ژوند کوي. لکه څنګه چې تاسو د رسنیو له لارې اورئ چې اهل هنود هېوادوال مو چې د نورو د ظلمونو له لاسه تللي وو، بېرته هېواد ته راستانه کېږي او خپل ملکيت او کورونو ته راځي."

په همدې حال کې یو شمېر هغه افغانان چې پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې په 'جهاد او مبارزه' کې یې برخه اخیستې، وايي چې په دې مبارزه کې یې ډېرې قربانۍ او کړاوونه ګاللي دي.

د افغانستان د تیر جمهوري نظام په ولسي جرګه کې د سالنګ د خلکو استازی او پخوانی مجاهد عبدالظاهر سالنګي ادعا کوي چې د پخواني شوروي ځواکونو له وتلو څو ورځې وړاندې د پروان ولایت پر سالنګ ولسوالۍ برید وکړ او له ۱۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "روسانو د ۱۳۶۷ کال د سلواغې مياشتې په څلورمه يعنې له نن څخه ۳۵ کاله مخکې، په پروان ولایت کې يې خپلې وحشيانه بریدونه پيل کړ چې په پایله کې یې په سالنګ کې د نارينه‌وو، ښځو، ماشومانو، زړو او ځوانانو په ګډون ۱۲۰۰ مظلوم او بې دفاع خلک شهيدان کړل."

نادر کبیري، یو له هغو کسانو څخه، چې په ۱۹۸۶ کال کې یې په جهاد کې برخه اخیستې وه، له ازادي راډیو سره یې د هغه وخت داسې یوه خاطره شریکه کړه چې په ټکو یې د پخواني شوروي ځواکونو له ټانکونو او هیلیکوپټرو سره پر هغه او هغې ډلې حمله وکړه چې ده ورسره کار کاوه.

هغه وايي: "دوی 'د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو' هر څومره هڅه وکړه چې د هندوکش په غرونو کې مونږ تعقیب کړي له نیکه مرغه ویې نه‌شو کولای او مونږ د همدې غرونو له لارې وشو کولای د یوې امنې سیمې جومات ته ولاړ شو، لږ تر لږه ٣٥ ساعتونه پرته له وقفې د غرونو له لارې له لوګر څخه پکتيا ته په حرکت کې وو."

د ۱۹۸۰ کار د مارچ په ۱۳مه د کابل پر فضا یوه روسۍ هیلیکوپټره
د ۱۹۸۰ کار د مارچ په ۱۳مه د کابل پر فضا یوه روسۍ هیلیکوپټره

د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په پایله کې د میلیونونو افغانانو مرګ‌ ژوبلې، معلولیت او کډوالۍ ته په اشارې سره له افغانستان څخه د دغو ځواکونو د وتلو ورځ د هېواد د ژغورنې ورځ بولي.

یو له دغو کارپوهانو احمد خان اندړ ازادي راډيو ته وویل: "د سلواغۍ ۲۶مه، د پخواني شوروي اتحاد د پوځیانو د وتلو ورځ د افغانانو د ملي ژغورنې ورځ ده چې هر کال دا ورځ په ویاړ سره نمانځي."

د يادولو وړ ده چې د پخواني شوروي د پوځونو له راتګ وروسته افغانانو د جهاد په نوم د دغو ځواکونو او د هغوى تر ملاتړ لاندې حکومت پر وړاندې مبارزه وکړه.

په پایله کې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې میاشتې په ۲۶ شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل او مجاهدینو د ۱۳۷۱ کال د ثور په اتمه د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو سره خپله بریا اعلان کړه.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG