د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

تاجکستان افغانستان سره پر پوله شل زره سرتیري ځای پرځای کوي


د تاجیکستان افغانستان ګډه پوله او یو تن تاجیک سرتیری
د تاجیکستان افغانستان ګډه پوله او یو تن تاجیک سرتیری

د افغانستان په شمال کې د جګړو له زیاتېدو وروسته د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) امر کړی چې شل زره تاجک پوځیان دې د افغانستان د پولې په اوږدو کې ځای پر ځای شي.

ښاغلي رحمان چې د تاجکستان د امنیت شورا د غونډې مشري کوله د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

د تاجکستان د جمهوري ریاست د وېب پاڼې له مخې امام علي رحمان د خپل هېواد په امنیتي ارګانونو غږ وکړ چې له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې دې هر اړخیز تدابیر ونیسي او د تاجیکستان امنیت دې ډاډمن کړي.

امام علي رحمان د تاجکستان پر امنیتي ارګانونو غږ وکړ چې له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې دې هر اړخیز تدابیر ونیسي
امام علي رحمان د تاجکستان پر امنیتي ارګانونو غږ وکړ چې له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې دې هر اړخیز تدابیر ونیسي

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون دوشنبه (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) په کابل کې د تاجیکستان له سفیر سعدي شریفي سره کتلي دي.

د امنیت شورا په بیان کې ویل شوي چې دوی د امنیتي وضعیت او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

د دې ناستې نور جزییات نه دي رسنیز شوي.

وړمه ورځ هم د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړي او د افغانستان په روان امنیتي وضعیت یې اندېښنه ښودلې.

تاجکستان داسې وخت د افغانستان د پولې په اوږدو کې د شلو زرو سرتیرو د ګمارلو اعلان کړی چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په شمال کې نښتې ډیرې شوي او د سیمې د هېوادونو اندېښنې یې پارولي.

د تاجکستان چارواکو ویلي، د جون په۲۲مه نېټه څه باندې ۱۶۰۰ افغان سرتیري هغه هېواد ته ور اوښتي دي.

محمد ظاهر د بدخشان په خواهان ولسوالۍ کې د پوله ساتو ځواکونو د یوې ډلې قوماندان دی چې اوس له خپلو سلو کسانو سره یوځای تاجیکستان ته اوښتی دی.

هغه د ازادي راډیو له تاجکي سروېس سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د پاڅونوالو او طالبانو تر منځ جوړجاړي دوی اړ ایستل چې د یکشنبې په ورځ تاجکستان خوا ته ور واوړي.

نوموړی وايي: "د خواهان ځایی خلکو یو جوړجاړی کړی و، د ولسي پاڅون غړي راغلل د کنډک شااوخوا یې ونیوله او طالبانو ته یې تسلیم کړه."

هغه افغان سرتیري چې په دې وروستیو کې یې تاجکستان کې پناه وړې د شمس الدین شاهین په سیمه کې سرحدي بازار ته څېرمه ساتل کېږي.

محمد ظاهر وايي چې وسلې یې د تاجکستان پوله ساتونکو ته سپارلي او اوس یې برخلیک د افغانستان او تاجکستان د چارواکو په پرېکړه تړلی دی: "دا د افغانستان او تاجکستان حکومتونو پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي موږ کله انتقالوي، په تمه یو چې څه پروګرام دی."

د افغانستان دفاع وزارت تاجکستان ته د افغان سرتیرو د ور اوښتو په باب د ازادي راډیو پوښتنې نه دي ځواب کړي.

افغان چارواکو مخکې له ولسوالیو وتل تکتیکي شاتګ بللی او ویلي یې دي د هغو سیمو د بیا نیولو لپاره پوره هڅې کوي چې له طالبانو سره دي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له خپل روسي سیال ولادیمیرپوتین سره، مسکو ویلي چې د تاجکستان د پولې په اوږدو کې به د نا امنیو د مخنیوي لپاره هر ډول بیړنۍ همکاري وکړي.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له خپل روسي سیال ولادیمیرپوتین سره، مسکو ویلي چې د تاجکستان د پولې په اوږدو کې به د نا امنیو د مخنیوي لپاره هر ډول بیړنۍ همکاري وکړي.

د افغانستان او تاجکستان له ګډې ۱۳۵۷ کیلومتره پولې د تاجیکستان د چارواکو په خبره ۹۰۰ کیلومتره د طالبانو په کنټرول کې ده هغه څه چې لا افغان چارواکو نه ده تایید کړې.

هاخوا د روسیې دولتي خبري اژانس تاس راپور ورکړی چې پرون ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره په ټيلیفون غږیدلی او هغه ته یې ډاډ ورکړی چې مسکو به د تاجکستان د پولې په اوږدو کې د نا امنیو د مخنیوي لپاره هر ډول بیړنۍ همکاري وکړي.

روسیې تردې مخکې هم د افغانستان په شمال کې د ناامنیو په زیاتېدو په تېره بیا د داعش یا اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو له زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

د تاس په یوه بل راپور کې راغلي چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان دوشنبه سهار له خپل ازبیکستاني سیال شوکت میرضیاییف سره هم د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي.

د راپورونو په اساس ازبیکستان خبرداری ورکړی چې که څوک له افغانستانه ناقانونه ور واوړي بېرته یې هغه هېواد ته ورستنوي.

XS
SM
MD
LG