افغانستان
د تاجکستان ولسمشر خپل ازبک او قزاق سیالانو سره پر افغانستان غږیدلی
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د قزاقستان او ازبیکستان له ولسمشرانو سره د افغانستان پر حالاتو ټېلفوني خبرې کړي دي.
د تاجکستان د ولسمشرۍ د رسمي وېبپاڼې پر اساس، رحمان له خپلو ازبک او قزاق سارو سره پرون په ځانګړي ډول د افغانستان د شمالي ولایتونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان شمالي ولایتونه د منځنۍ اسیا له تاجکستان، ازبیکستان او ترکمنستان سره پوله لري.
دوی وویل، په افغانستان کې اوسنی حالت د کړکېچ د زیاتېدا او د سیمې پر امنیت د منفي اغېز سبب کېږي.
دوی د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې پر پای ته رسېدا ټېنګار وکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې
په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په یوه نړیواله ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
باختر اژانس چې د طالبانو په واک کې دی پرون ناوخته لیکلي چې کبیر ته دغه بلنه د هغه او د روسیې د سفیر د لیدو کتو په پای کې سپارل شوې ده.
روسیې د طالبانو د کابینې له دغه چارواکي غوښتي چې د تاتارستان په کازان کې یوې جوړېدونکې نړیوالې غونډه کې ګډون وکړي.
که څه هم د دغې غونډې اجندا او کره نېټه نه ده یاده شوې، خو کازان د همدې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ او بیا د راتلونکې جون میاشتې په نهمه نېټه د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په اړه د نړیوالو غونډو کوربه دی.
د تېر کال د سپټمبر په وروستیو کې کازان د مسکو فارمټ غونډې کوربه و چې هغه مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ګډون په کې کړی و.
طالبان: تېر کال ۱۹۷زره ټنه قاچاقي او ممنوعه مواد کشف او ضبط شوي
د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت خبر ورکړی چې تېر کال یې ۱۹۷زره ټنه قاچاقي او ممنوعه مواد کشف او ضبط کړي دي.
د دغه وزارت ویاند احمد ولي حقمل په یوه بیان کې ویلي چې د ګمرکاتو ریاست لهخوا هغه طبي او کرنیز مواد، یوناني دوا، خوراکي توکي او مخدره مواد ضبط شوي چې له ګاونډيو هېوادونو په ناقانونه توګه راقاچاق شوي وو.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي سټنډرډ ادارې هم تېره اوونۍ ویلي وو چې د بې کیفیته تېلو شل ټانکره یې بېرته ایران ته مسترد کړي.
په غور کې زورورو سېلابونو څه باندې زر کورنۍ بېځایه کړي
په غور ولایت کې زورورو سېلابونو څه باندې زر کورنۍ بېځایه کړي او دا مهال په تش میدان پاتې دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغه سیلابونه وړمه ورځ په مرغاب ولسوالۍ کې راوتلي چې دغې ولسوالۍ ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.
که څه هم د غور په سېلابونو کې د سر د زیان راپور لا نه دی ورکړل شوی، خو د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وایي، پېښه او زیانونه یې لا بشپړ نه دي څېړل شوي.
په افغانستان کې د وروستیو څو اوونیو سېلابونو له کبله له سلو ډېر کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو شورا د افغانستان بشري وضعیت کړکېچن وباله
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام استازی وایي، دغې شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ.
دغه راپور د تېرې دوشنبې په ورځ په دغې شورا کې د افغانستان د استازي نصیر احمد اندېشه له خوا وړاندې شو او په کې د افغانستان بشري وضعیت کړکیچن وبلل شو.
اندېشه نن ازادي راډیو ته وویل چې پر راپور سربېره دغې غونډه کې د ۷۰ هېوادونو لهخوا د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ۲۴۳ سپارښتنې مطرح شوې چې دا د ده په ټکو د وضعیت د ناوړه کېدو څرګندونه کوي.
د طالبانو حکومت د بشري حقونو شورا پر تازه اندېښنو او راپور تبصره نه ده کړې، خو وړاندې تر دې یې ورته راپورونه رد کړي دي.
طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو د کار او تعلیم په ګډون یو شمېر نور بندیزونه لګولي چې نړیوال یې اندېښمن کړي دي.
د پنجشېر د زمردو په یوه کان کې چاودنه؛ څلور کارګران ټپیان شوي
د پنجشېر ولایت د زمردو په یوه کان کې د ګازو بالون د چاودنې له کبله د څلورو کارګرو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د پنجشېر لپاره د طالبانو چارواکو پرون ویلي چې دغه پېښه د یکشنبې ماښام د حصه اول ولسوالۍ په سفېدچهر ساحه کې شوې ده.
د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي، کارګر د زمردو په کان کې په کار بوخت وو چې چاودنه وشوه.
پنجشېر له هغو غرنیو ولایتونو دی چې په څه باندې ۸زره کسان په کې په شاوخوا ۱۲۰۰ کانونو کې په کار بوخت دي.
د خوندیتوب د اصولو نه رعایت او په غیرمعیاري ډول د کانونو کیندل، د دغسې پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.
د افغانستان د اتلانو لیګ؛ نن پهکې دوه سیالۍ ترسره کېږي
د افغانستان د اتلانو لیګ د فوټبال د درېیم فصل د سیالیو په لړ کې نن ماسپښین جوانان واحدي او اټک انرژي دغه راز خدیم ایفسي او عینو مېنه په خپلو کې د فوټبال سیالي لري.
په پرونیو سیالیو کې د عدالت لوبډلې درې د صفر په وړاندې د موج ساحل لوبډلې ته ماتې ورکړه او ابومسلم ۹ د یو په وړاندې د میوند لوبډلې په وړاندې بریا خپله کړه.
د افغانستان د اتلانو لیګ د فوټبال سیالیو درېیم فصل چې ۱۲ لوبډلې په کې برخه لري، د افغانستان د فوټبال فدراسیون په سټډیوم کې په روانه غويي یا ثور میاشت کې پیل شو.
د بلګټس بنسټ د افغانستان روغتیايي چارو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته کوي
د روغتیا نړیوال سازمان یوې مسوولې ویلي چې بلګټس بنسټ د افغانستان د بنسټیزو روغتیايي چارو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې مشرې ډاکترې حنان حسن بلخي پرون د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه د دغو مرستو یادونه کړې ده.
ډاکترې حنان همداراز افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره د هغو ۵۰۰ میلیونو ډالرو یادونه کړې چې ګټس بنسټ او ځینې نور تمویلونکي یې د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف ته ورکوي.
د متقي په حواله په دې بیان کې راغلي چې دوی له دې مرستو منندوی دي، خو د روغتیا له نړیوال سازمان غواړي چې د طالبانو استازی په دغه سازمان کې ومني.
افغانستان یو میلیون او اته سوه زره بوتله سیروم عراق ته صادر کړي
افغانستان یو میلیون او اته سوه زره بوتله سیروم عراق ته صادر کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس پرون خبر ورکړی چې دا سیروم د ملي شفا فارماسټیکل درمل جوړولو فابریکې تولید کړي وو.
د خبر په اساس دا اندازه سیرومونه پرون له کابله په یوه لارۍ کې بار او عراق ته واستول شول.
باختر اژانس زیاتوي چې ملي شفا فابریکه د کال څه باندې ۴۳ میلیون بوتل سیرومو او ۷۰ میلیون سرنج یا پیچکاریو د تولید وړتیا لري.
کابل کې پر طالبانو د بریدونو ادعا؛ مقاومت جبهه: څلور طالبان وژل شوي او درې ټپیان دي
ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې یکشنبه ماښام یې په کابل کې پر طالبانو دوه ځایه برید کړی او اوه تنه طالب ځواکونو ته یې مرګژوبله اړولې ده
د طالبانو دې مخالفې وسلهوالې ډلې په خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ادعا کړې چې لومړی برید یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له دروازې سره کړی دی.
په دې برید کې د یادې جبهې د ادعا په اساس دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دې جبهې همداراز ادعا کړې چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په دروازه کې یې هم پر طالبانو برید کړی دی.
د جبهې په خبره چې په دې برید کې یې هم دوه طالبان وژلي او یو تن یې ور ټپي کړی دی.
د طالبانو امنیتي چارواکو لا د مقاومت جبهې د دې ادعاو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.
ازادي راډیو هم په خپلواکه توګه د دې ادعاوو تایید نه شي کولای.
د مقاومت جبهې په خپله اعلامیه کې ویلي چې پر طالبانو یې دا بریدونه د بدخشان د خلکو د ملاتړ په خاطر کړي.
د راپورونو په اساس په بدخشان کې دا څو ورځې د خلکو لهخوا د طالبانو پر ضد په څو سیمو کې مظاهرې روانې دي.
د مظاهرو پر مهال یو کس وژل شوی هم دی.
طالبانو ویلي چې د حالاتو د کرارولو لپاره یې د خپل لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی بدخشان ته استولی.
طالبان: له پاکستانه نژدې ۹۰۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي پرون شنبې له پاکستانه نژدې ۹۰۰ نور کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شول.
دغه وزارت نن یکشنبې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ټولټال ۸۷۲ تنه کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي چې د هغو په منځ کې ۶۱۲ تنه د سپین بولدک له لارې او ۲۵۷ نور د تورخم له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.
پاکستان د تېر اپرېل په نیمايي کې له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړ.