د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۰۰

تاجکستان ته اوښتي افغان سرتېري: که نه‌وو اوښتي ښايي وژل شوي وی

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله کې تاجکستاني سرتېري
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله کې تاجکستاني سرتېري

هغه افغان سرتېري او افسران چې تاجکستان ته اوښتي وايي، که چېرې تاجک چارواکو د وراوښتو اجازه نه‌وی ورکړی ښايي وژل شوي وی.

تاجکستاني چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې له افغانستان څخه تر زرو زیات افغان سرتېرو پناه وروړې ده.

محمد ظاهر د بدخشان په خواهان ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو له مسؤلینو څخه دی. نوموړی د هغو ۱۰۰ څخه د زیاتو سرتېرو په ډله کې دی چې سیمه‌یې د طالبانو له‌خوا نیول شوې او دوی د یکشنبې په ورځ د تاجکستان د شمس‌الدین شاهین سیمې ته په شا شوي دي.

دوی خپلې وسلې تاجک چارواکو ته سپارلې دي او دوی خپله پولې ته نږدې په شمس‌الدین شاهین سیمه کې ساتل کېږي.

نوموړي د ازادي راډیو تاجکستاني څانګې ته وویل، د شاتګ یو سبب‌یې دا و چې د ولسي پاڅون یوه لویه ډله چې پرېکړه‌یې کړې وه د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودريږي او طالبانو پر ضد وجنګېږي له طالبانو سره یوځای شوه.

د محمد ظاهر په وینا، د ولسي پاڅون په نوم دې ډلې زیاته اندازه وسلې او مهمات هم درلودل او له طالبانو سره‌یې جوړجاړی وکړ.

هغه وویل: "د ولسي پاڅون وسله‌وال ټول راغلل له کنډک شااوخوا یې ونیوله. هغه کسان چې وسله‌وال شوي وو. دوی له طالبانو سره جوړجاړی کړی و او طالبانو ته تسلیم شول."

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي پوله
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي پوله
د نوموړي په وینا له دې وروسته دوی د مقاومت لپاره کافي ځواک نه‌درلود، ځکه خو تاجکستان ته واوښتل او اوس د خواهان د پل په ساحل کې دېره دي.

دا افغان افسر وايي، تاجک پوله‌ساتو دوی ومنل او د اوسېدو ځای او خواړه‌یې ورته برابر کړل.

خواهان په یو لوی پل افغانستان د تاجکستان د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ سره وصلوي.

دا مهال روښانه نه‌ده چې د طالبانو د فشار له کبله تاجکستان ته د اوښتو دې افغان سرتېرو برخلیک به څنګه کېږي.

د افغانستان حکومت په دې اړه چې یو شمېر سرتېري یې د تاجکستان خاورې ته اوښتي د راپورونو له خپرېدو څو ورځې وروسته هم د ازادي راډیو هغو غوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی چې پر دې موضوع‌یې ترې تبصره غوښته.

افغان حکومت په ټوله‌ییز ډول د طالبانو له‌خوا پرله‌پسې د ولسوالیو د نیولو راپورونو ته د غبرګون ښودلو یا تبصرې پر ځای چوپتیا غوره بللې او په دې اړه‌یې ډېر کله مسؤل چارواکي پوښتنې نه‌ځوابوي.

د تاجکستان چارواکي وايي، د جون له ۲۲مې نېټې څخه تر اوسه شااوخوا ۱،۶۰۰ افغان سرتېرو د دوی خاورې ته پناه وروړې ده.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پوله

محمد ظاهر وايي، د دوی راتلونکی د لوړپوړو افغان چارواکو پرېکړې پورې تړاو لري. نوموړی وايي افغان دولت دې د تاجکستان له دولت سره د دوی د برخلیک په اړه تماس ونیسي او پرېکړه دې وکړي.

دی وايي: "زموږ د برخلیک پرېکړه د تاجکستان د سرحدي ځواکونو او د افغانستان او تاجکستان د حکومتونو لاس کې ده. موږ اوس نه‌پوهېږو، دې ته په تمه یو چې زموږ په اړه د افغانستان او تاجکستان دولتونه څه پرېکړه کوي. موږ د هغوی له پرېکړې سره سم عمل کوو."

د افغانستان په شمال کې په وروستیو میاشتو کې جګړو زور اخیستی.

یو شمېر سیمه‌ییزو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي دي، د بدخشان له ۲۷ ولسوالیو څخه تر ۲۰ زیاتې یې طالبانو نیولې دي. دا سیمه‌ییزې سرچینې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نومونه‌یې واخیستل شي.

د تاجکستان چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، طالبانو له دې هېواد سره د افغانستان تر ۹۰۰ کیلومترو زیاته پوله تر خپل واک لاندې راوستې ده.

خو افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG