د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

انیس: د امریکا نوی حکومت به له ترورېزم سره جګړه لا جدي کړي


د کابل چاپ ننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې د روسي چارواکو هغو څرګندونوته ځانګړي کړي چې ویلي یې دي که له افغانستانه امریکایي ځواکونه ووځي حالات به دلته نور هم خراب شي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف له قوله لیکلي که امریکایي ځواکونه افغانستان پریږدي وضعیت به په دې هېواد کې ډېر خراب شي.

په مطلب کې د ښاغلي کابلوف له قوله راغلي چې د ده د معلوماتو پر اساس د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ اراده نه‎لري چې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او د ده په خبره دا معقول کار هم دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب کې د ضمیر کابلوف په حواله ویلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل به ناوړه نتایج ولري.

په مطلب کې د ښاغلي کابلوف له قوله ویل شوي چې په افغانستان کې لا هم امنیتي وضعیت نازک دی او په داسې حالت کې له دې هېواده د امریکایي ځواکونو وتل وضعیت ډېر خرابوي.

دې ورځپاڼې په یوه بل تحلیلي مطلب کې لیکلي چې افغانستان کولای شي د واشنګټن او مسکو لپاره په دې هېواد کې د همکارۍ ښه زمینه برابره کړي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د افغانستان د پخواني ولسمشرحامد کرزي خبره را اخیستي چې د دې هېواد په اړه یې د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین د همکاریو غوښتنه کړې.

په مطلب کې د ښاغلي کرزي په حواله ویل شوي چې روسان د هغه څه په اړه شک لري چې اوس په مهال په افغانستان کې تیرېږي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې هم په همدې اړه یوه مطلب کې ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي که ډونالډ ټرمپ له افغانستانه امریکایي ځواکونه وباسي دلته به هرڅه وپاشل شي او لاس ته راوړنې به په اوبو لاهو شي.

په دې اړه مطلب کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف په حواله لیکل شوي چې په دې هکله د امریکا له نوې ادارې سره تر اوسه خبرې نه‎دي شوي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې په دې اړه ډاډ څرګند کړی چې د امریکا نوی حکومت به له ترورېزم سره جګړه لا جدي کړي.

د سرمقالې لیکوال په دې اړه لیکلي چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپلو انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې څرګنده کړې چې د تروریستي شبکو د ځپلو لپاره به هېڅ راز هلې ځلې ونه سپموي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG