د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

اوپین ډیموکراسي: له افغانستانه وتل


اوپین ډیموکراسي Open Democracy خپرونې په وروستۍ ګڼه کې: له افغانستانه وتل – تر سرلیک لاندې یو اوږد تحلیلي مضمون خپور کړی او په سر کې یي لیکي:

له نن نه ۲۵ کاله وړاندې شوروي جنرال بوریس ګروموف له افغانستان څخه د وتلو وروستی شاهد و. پوښتنه دلته چې په افغانستان کې د امنیت ساتنې نړېوال ځواکونه (آیساف ) به له دې هېواده څنګه ووځي‎؟

خپرونه لیکي: پنځه ویشت کاله وړاندې جنرال ګروموف وروستی روسی پوځي و، چې د دوستۍ د پله د پاسه چې حیرتان او د ازبکستان تیرمیز بندر سره نښولې، له موټره پلی شو او په خپلو پښو د افغانستان له پولي تیر شو.

خبریالانو د دې صحنې عکسونه واخیستل او شوروي مشرتابه هم غوښتل چې خپلو خلکو او نړېوالو ته وښیې چې د دوي وروستی عسکر هم له افغانستان څخه ووت.

جنرال ګروموف هغه مهال خبریالانو ته وویل، چې له دې وروسته په افغانستان کې هیڅ روسی عسکر یا پوځي نشته او په دې هېواد کې د شورویانو ۹ کلن اشغال ختم شو.

اوپین ډموکراسي زیاتوي، په ۱۹۷۹ کال کې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد یرغل د وارخطایي یا مایوسۍ له وجې شوی و. په دې معنی چې په کابل کې واک ته رسیدلو کمونستو مشرانو شک درلود چې هېواد به یي په چټکۍ سره انقلابي تحول ومني.

شورویان هغه مهال نور هم وراخطا او اندیښمن شول، چې د کابل کمونیستو مشرانو د یو بل په نیولو او وژلو پیل وکړ او په همداسې یوه حالت کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د رژیم پر ضد مقاومت پیل شو.

د خپرونې په باور، د ۱۹۷۹ کال ډسمبر میاشت کې د شورویانو لپاره په افغانستان باندې له یرغل پرته بله چاره نه وه. دوي سخت دریځی حفیظ الله امین وواژه او پرځای یي د دوي په فکر، منځ لاری بیرک کارمل د قدرت په ګدۍ کیناوه او داسې یي انګیرله چې په دې کار سره به د مصیبتونو مخه ونیسي.

اوپین ډموکراسي وړاندې لیکي:

شورویانو پر افغانستان باندې د یرغل له لومړې ورځې څخه فکر کاوه چې څنګه به له دې هېواده بیرته وځي.

شورویانو کارمل ته فرصت ورکړ، چې خپل واک زیات کړي، پوځ ، امنیتي ځواکونه او استخبارات غښتلي کړي. کا جی بي د مجاهدینو له ځینو قوماندانانو سره تماسونه ټينګ کړل او اوربند یي ورسره وکړ. خو د دوي هلې ځلې د افغان حکومت د ځینو کړیو له خوا له ستونزو سره مخ کیدلې.

اوپین ډموکراسي لیکي:

د شوروي اتحاد جمهور رئیس میخائیل ګورباچیف په ۱۹۸۵ کال کې واک ته ورسید او له افغانستان څخه یي د خپلو ځواکونود وتلو پلان اعلان کړ، خو بیایي هم څلور کاله وخت ونیوه چې روسي ځواکونه له افغانستانه ووځي او یو علت یي دا و چې شورویانو غوښتل حیثیت یي وساتل شي.

اوپین ډموکراسي خپرونه وړاندې لیکي: په افغانستان کې دا مهال شرایط فرق لري، خو په هماغه اندازه خواشینونکي هم دي. د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما چې کله واک ته ورسید، هیله من و چې په بهر کې به خپل پوځي دخالت راکموي.

د خپرونې په بارو، په افغانستان کې وضعه نوره هم خرابه شوې او دې هېواد ته د امریکایي ځواکونو د داخلیدو پرمهال هغه د پرمختګ او بدلون مفکوره بیخي له منځه تللي ده. د امریکا او جمهور رئیس کرزي اړیکې خراب شوي او دغه راز د پاکستان او افغانستان اړیکي هم چندانې ښه نه دي.

خپرونې د طالبانو د احتمالي واکمن کیدو او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او مرکزي آسیا د جمهوریتونو د غبرګونونو او اندیښنو له یادونې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګی لافروف خبره راخیستي چې وایي:

که چېرې ایساف ځواکونه خپل هغه ماموریت چې په ۲۰۰۱ کال کې یي پیل کړی، بشپړ نه کړي، وتل به یي له وخته مخکې وي. روسیې په افغانستان کې د تروریزم د له منځه وړلو عملیاتو ملاتړ کړی دی.

کریسچن ساینس مانیټر:

امریکا چاپ، کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼې د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون او د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په اړه یو مضمون لیکلي او په یوه برخه کې یي راغلي:

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر د دې هېواد ولسي جرګي ته وویل، چې جمهور رئیس کرزي، ده ته ډاډ ورکړی چې له امریکا سره به امنیتي تړون لاسلیک کیږي.

ورځپاڼه لیکي:

شتاینمایر چې په کابل کې یي له کرزي سره کتلي د جرمني ولسي جرګي ته یي دا هم وویل :

زه ډیر خوښ شوم چې کرزي په واضح ډول وویل، چې افغانستان به حتما دا تړون لاسلکیوي. ورځپاڼه زیاتوي، د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر په خبرو کې دا څرګنده نه شوه چې جمهور رئیس کرزي دي ډاډ ورکړی وي چې دا تړون به په خپله لاسلکیوي.
XS
SM
MD
LG