د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

روسیه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتو ته اندېښمنه ده


روسي چارواکي وايي له افغانستان څخه د ایساف ځواکونو وتل له دغه جنګ ځپلي هېواد څخه روسیې او د پخواني شوروي اتحاد نورو جمهوریتونو ته دتروریزم د غځیدو ګواښونه ډیروي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند الکساندر لوکاشیویچ ویلي چې؛ د روسیې د اټکل له مخې له افغانستان څخه د نړیوالو امنیتي ځواکونو وتل له دغه هېواده د ګډو ګټو هیوادونو ته د تروریزم د غځیدو احتمال لا ډیریږي.

روسي چارواکي ویره لري چې، له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو وتل به طالبانو ته دا موقع په لاس ورکړي چې؛ په خلاص لاس فعالیت وکړي او په دې توګه د منځنۍ اسیا او بیا د روسیې د بې ثباتۍ احتمال ته اشاره کوي.

امریکا اوس مهال په افغانستا ن کې شاوخوا ۳۳ زره سرتیري لري چې؛ د ۲۰۱۶ کال تر پایه به د دغو سرتیرو ډیره برخه له افغانستان څخه ووځي.

هغه کوچنۍ برخه چې په افغانستان کې پاته کیږي؛ د کا بل شمال ته د بګرام په پوځي هوايي ډګر او یا په خپله پلازمینه کابل کې په خپلو اډو کې ځای پرځای کیږي.

دغه راز ښایي د امریکا متحدین به هم د دوی لاره تعقیب کړي او د ۲۰۱۶ کال تر پایه به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

له افغانستان څخه د امریکایې سرتیرو وتل په یوه ناسم امنیتي وضعیت او داسې حال کې کیږي چې؛ د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکې ترینګلي شوي دي.

تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان د امریکایي ځواکونو د هر ډول ځای پرځای کېدل به د افغانستا ن او امریکا تر منځ په امنیتي او دفاعي تړون په لاسلیک پوري تړلي دي.

خو کله چې افغان ولسمشر حامد کرزي د می میاشتې په وروستیو کې د بګرام هوايي میدان ته ولسمشر اوباما د سفر پر مهال د هغه له لېدو څخه ډډه وکړه؛ نو د دغه امنیتي او دفاعي تړون د ژر لاسلیک کېدو هیلې هم راکمې شوي دي.

د دې تر څنګ د روسي چارواکو یوه بله لویه اندیښنه په افغانستان کې د نشه یي موادو تولید او قاچاق دی او په وینا یې دغه ستونزه لا هم د نړۍ سولې او ثبات ته د یوه ډیر جدي ګواښ په توګه پر خپل ځای پاتې ده.
XS
SM
MD
LG