د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

ویانا کې د طالب ضد مخالفانو د غونډې پای؛ د اجماع د رامنځته کولو لپاره پر یوې تګلارې هوکړه شوې


ارشیف: احمد مسعود د ویانا د غونډې له یوه ګډون کوونکو څخه و.
ارشیف: احمد مسعود د ویانا د غونډې له یوه ګډون کوونکو څخه و.

په ویانا کې د طالبانو د حکومت د یو شمېر مخالفو څېرو او فعالانو درې ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.

په ویانا کې د طالبانو د حکومت د یو شمېر مخالفو څېرو او فعالانو درې ورځنۍ غونډه د ډلو، سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او ښځو ترمنځ د اجماع د رامنځته کولو لپاره د یوې تګلارې په جوړولو سره پای ته ورسېده.

شکریه بارکزۍ چې یوه سیاسي فعاله او د يادې غونډې ګډونواله وه، نن سه‌شنبه د ویانا د غونډې په درېیمه ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا تګلاره د افغانستان د خلکو د را يوځای کولو او د راتلونکي لپاره ليدلوری دی.

شکریه بارکزۍ
شکریه بارکزۍ

نوموړې وويل: "موږ د خبرو اترو په ترڅ کې دې نتيجې ته هم ورسېدو چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی. دننه په افغانستان کې بايد د افغانانو په خوښه يو نظام جوړ شي چې په‌کې د افغانستان د خلکو حقوق خوندي وي، ملي ګټې په‌کې وساتل شي او افغانستان بايد له دغه انزوا نه خلاص شي."

که څه هم د طالبانو حکومت له‌دې وړاندې دا ډول غونډې د نظام او هېواد د کمزوري کولو په موخه بللې، خو د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهه چې د طالبانو یوه مخالفه جبهه بلل کېږي او د دوی پر وړاندې وسله‌وال مقاومت هم کوي، مشر يې احمد مسعود د دغې غونډې په دویمه ورځ وویل، دې ته په پام سره چې طالبانو د خلکو لپاره بله لار نه‌ده پرېښې، له وسله‌وال مقاومت پرته بله چاره نه‌شته.

هغه وویل، له همدې امله له افغانستانه بهر هیڅوک حق نه‌لري چې د دغه وسله‌وال مقاومت مخه ونیسي او دی غواړي چې د طالبانو پر وړاندې 'وسله‌وال مقاومت' د یوه 'سپېڅلي امر' په توګه وګڼل شي.

د ویانا د درېیمې دورې غونډې برخه‌والو چې د یکشنبې په ورځ پیل او درې ورځې یې دوام وکړ، د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د 'یوې لارې نقشې' په اړه د نظرونو د راټولولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

دغه راز په‌دې غونډه کې د طالبانو يو شمېر سياسي مخالفو څېرو په انلاين ډول هم برخه اخيستې وه.

که څه هم د طالبانو حکومت خپلو مخالفینو ته خبرداری ورکړی چې 'بې‌ځايه پروپاګند به دوی ته زیان ورسوي'، خو د دا ډول غونډو ترسره کېدل به څومره د طالبانو حکومت دې ته اړ کړي چې په افغانستان کې خپله تګ‌لاره بدله کړي؟

د سياسي چارو کارپوه بشير دوديال وايي، که د پخوانيو څېرو پر ځاى نوي څېرې د واک د وېش په موخه نه، بلکې د يو متحد او پرمختللي افغانستان د رامنځته کولو لپاره نوښتونه وکړي، ډېر اغېزمن به وي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "که د دوی شعار يو ډيموکراتيک او منتخب نظام وي، يو متحد او پرمختللی افغانستان وي او د ننني عصر او وخت له غوښتنو سره سم شعارونه وي، بيا ښه ده."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې غونډې په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وايه، خو طالب چارواکو تر دې مخکې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د خپلو مخالفینو د وروستیو غونډو په اړه غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي له افغانستانه بهر دا ډول غونډې غیر قانوني وبللې او ویې ویل چې دا ډول غونډې "د نظام او هېواد د کمزوري کولو په هدف ترسره کېږي."

هممهاله چې د طالبانو پر ضد وسله‌وال چریکي بریدونه زیات شوي، د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د طالبانو د يو شمېر مخالفو ډلو دغه ډول غونډې چې د هغوی د استازو له شتون پرته چې په مسکو او د تاجکستان په دوشنبه کې جوړې شوې وې، غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړ چې "بې‌ځايه پروپاګند به دوی ته زیان ورسوي."

په ویانا کې نننۍ غونډه له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې له افغانستانه بهر د طالبانو د مخالفو څېرو درېیمه ناسته ده چې مخکېنۍ هغه يې چې په تاجکستان او روسیه کې ترسره شوې چې د طالبانو استازو ګډون په‌کې نه درلود.

XS
SM
MD
LG