د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

ویانا کې د طالبانو د مخالفانو غونډه؛ هدف یې د سیاسي اجماع او هوکړې لپاره د لار نقشې جوړول بلل شوي


د طالبانو ضد وسله والې مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود چې د ویانا په غونډه کې یې ګډون کړی دی.
د طالبانو ضد وسله والې مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود چې د ویانا په غونډه کې یې ګډون کړی دی.

د طالبانو د مخالفانو په ګډون د ویانا درېیمه غونډه پرون د اتریش په پلازمېنه ویانا کې پيل شوه.

د ویانا په غونډه کې یو شمېر سیاسي شخصیتونه، پخواني چارواکي، د طالبانو د مخالفو خوځښتونو استازي، د افغانستان د ځینو ډیپلوماتیکو ماموریتونو یو شمېر مشران او د مدني ټولنې غړيو ګډون کوي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د سولې د مرکچي ټیم غړې او د پارلمان مخکینۍ استازې فوزیه کوفي د ناستې د اهدافو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دې غونډه کې هیله لرو چې د سیاسي لارې د نقشې یوه مسوده وړاندې شي څو په راتلونکو غونډو کې د لا زیاتو ګډونوالو له خوا دغه نقشه لا پسې غښتلې او بلاخره د خلکو د منلو وړ یوه بشپړه پروسه شي. نهايي هدف دا دی چې واک بېرته د افغانستان خلکو ته وسپارل شي."

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د سولې د مرکچي ټیم غړې او د پارلمان مخکینۍ استازې فوزیه کوفي
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د سولې د مرکچي ټیم غړې او د پارلمان مخکینۍ استازې فوزیه کوفي

د طالبانو د یوې اصلي مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم په دې غونډه کې برخه درلوده.

د مقاومت جبهه لا هم پر طالبانو ځینې وخت بریدونه کوي.

د دې جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول میثم نظري پرون په ایکس شبکه کې لیکلي چې دوی به د یو متحد او قوي اپوزیسیون د پیاوړي کولو لپاره جدي بحثونو ته دوام ورکړي او همدارنګه د افغانستان لپاره د یوه دیموکراتیک راتلونکي په لور هڅې تعقیبوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په اتریش کې د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه یې د خپلو مخالفانو د وروستیو غونډو په اړه چې تر ټولو وروستۍ په مسکو او دوشنبې کې وشوې تُند غبرګونونه ښودلي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي تېره اوونۍ په یوه غونډه کې له افغانستانه بهر د طالبانو د مخالفینو غونډې غیرقانوني وبللې او ویې ویل چې دا ډول غونډې د نظام او هېواد د کمزوري کولو په هدف ترسره کېږي.

د طالبانو پر ضد د چریکي بریدونو او سیمه‌ییزو غونډو له زیاتوالي سره هممهاله د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب د دې ډلې مخالفانو ته خبرداری ورکړ چې "بې ځایه تبلیغات به یې په زیان تمام شي."

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب

نوموړي تېره اوونۍ د طالبانو د کومانډو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې وویل: "دا منډې ترړې، دا بې ځایه تبلیغات او دا بې اثره څرګندونې دا به تاسو ته په تاوان تمامېږي. تاسو لکه مخکې چې څنګه ملت ته امتحان ورکړی او ناکامه شوي یاست. نور به هم خپل رنګ بد او خپلې شومې ارادې ملت ته ښکاره کړئ. نور به هم ملت له تاسو متنفره شي او بل به هېڅ لاسته راوړنه ونه لرئ."

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په وار وار ویلي چې د تېر حکومت سیاستوال ازمویل شوي او هیله نه شته، چې د افغانستان د خیر لپاره به کومه پرېکړه وکړي.

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

خو د ویانا د درېیمې غونډې ګډونواله فوزيې کوفي د طالبانو د چارواکو څرګندونو ته په غبرګون وویل دا ادعا چې د افغانستان خلک څوک مني او څوک نه مني ناسمه ده.

هغې زیاته کړه: "څرنګه چې په افغانستان کې حکومتولۍ د فشار او زور پر بنسټ ولاړه ده او د افغانستان شاوخوا پنځوس سلنه نفوس چې ښځې دي، په اصل کې په کور کې بنديانې دي. زه فکر کوم دا دعا چې خلک څوک مني او څوک نه مني ناسمه ادعا ده."

د ویانا بهیر د طالبانو د مخالفینو له مهمو ناستو بلل کېږي په کې د طالبانو مخالف ګوندونه، ډلې او سیاسي او مدني شخصیتونه راغونډېږي او د افغانستان پر ملي او روانو مسئلو بحث کوي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل.

سره له دې چې نړیوالې ټولنې، پخوانیو چارواکو او د طالبانو مخالفینو په وار وار پر ټولشموله حکومتولۍ، د بشري او ښځو حقونو ته په درناوي ټینګار کړی، خو د طالبانو حکومت په دې تړاو نرمښت نه دی ښودلی او ادعا یې کړې چې د دوی حکومت ټولشموله دی او د ښځو حقونو ته د شریعت په چوکاټ کې درناوی کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG