د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو سره د نړیوالو نه حساب، دوی د ښځو خلاف زړور کړي


ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند یو تصویر - ارشیف
ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند یو تصویر - ارشیف

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، دا چې نړيوالې ټولنې طالبانو سره کوم حساب نه‌دی کړی، دوی په پرله‌پسې ډول د بنديزونو لګولو پالېسۍ ته مخه کړې.

دا خبره، د ياد شوي سازمان د ښځو د حقونو مرستیالې څېړونکې سحر فطرت په هغه ویډیو پیغام کې کړي چې د دغه سازمان پر ايکس‌پاڼه د اپرېل په لسمه خپور شوی.

سحر فطرت په دې وېډیو پیغام کې وايي: "له دوه نیمو کلونو سیسټماټیک ناوړه چلند وروسته چې طالبان د ملګرو ملتونو او اړونده دولتونو له‌خوا له حساب ورکونکو سره مخ نه‌شول، دې چارې طالبان د ښځو په نښه کولو کې لا زړور کړل چې اوس په ښکاره خپلې کړنې اعلانوي. طالبانو ځکه پرله‌پسې د بندیزونو لګولو پالېسۍ ته مخه کړې چې نړیوالې ټولنې ورسره حساب نه‌دی کړی."

د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کوي چې حکومتونه باید طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د دغو سرغړونو له امله مسوول وبولي.

د بشري حقونو د څار سازمان
د بشري حقونو د څار سازمان

دوی په داسې حال کې دا خبره کوي چې د نړۍ هېڅ یوه هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او ان په ځینو برخو کې له دوی سره تعامل د دوی د دغه سختو پالېسیو په بدلون پورې تړلی بلل شوی.

دغه شان د طالبانو د اقداماتو د غندلو ترڅنګ یې د دوی ځیني مشران په تور لېست کې هم ساتلي دي.

هم‌مهاله يو شمېر نجونې او ښځې وايي، طالبان تر هغو په خپلو تګ‌لارو کې نرمښت نه ښېي، څو يې نړيواله ټولنه پر وړاندې عملي اقدام ونه‌کړي.

سپوږمۍ چې د کابل طبي پوهنتون محصله ده وايي، نړۍ دې پر طالبان فشار راوړي، څو د افغان نجونو اسلامي او اساسي حقونه ورکړي.

هغې ازادي راډيو ته وويل:

" په‌دې هيله يو چې د بشري حقونو د څار سازمان، نړيوال او نور هېوادونه عملي اقدام وکړي، د طالبانو پر حکومت فشار راوړي، ترڅو وکولی شي هغه خنډونه چې د نجونو د حقونو په ځانګړي ډول د زده‌کړو په برخه کې دي، هغه له‌منځه يوسي."

دغه شان مسعوده کوهستاني چې مخکې یې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه، ازادي راډيو ته وويل:

"د بشري حقونو کمېسيونونه، يا د بشري حقونو ملاتړي او نړيوال بنسټونه پر ځای د دې چې په‌دې اړه خپلې اندېښنې اعلان کړي، غوره ده چې د همدې «تروريستي ډلې» د له‌منځه وړلو په اړه فکر وکړي، نه يوازې دا چې زموږ خلک چې يو ډول بنديان دي، له‌دوی خلاصون ترلاسه کړي، بلکې نړۍ هم بايد له‌دې تروريستي او افراطي سيستم څخه وژغورل شي."

افغان ښځینه فعالانو په پرله پسې ډول د طالبانو د تګلارو او کړنو پر ضد اعتراضونه کړي- ارشیف
افغان ښځینه فعالانو په پرله پسې ډول د طالبانو د تګلارو او کړنو پر ضد اعتراضونه کړي- ارشیف

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او مېرمنو حقونه يې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې پر تامین کړي دي.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته پر افغانو ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار د بندیزونو تر څنګ دوی، ورزشي کلپونو، عمومي حمامونو او تفریحي پارکونو ته له تګ هم راګرځولې دي.

سره له‌دې چې د نجونو او مېرمنو په وړاندې د طالبانو محدوديتونه په ځلونو د نړيوالو سازمانونو له غبرګونونو سره مخ شوي او له‌دوی يې بيا بيا غوښتي چې پر خپلو پالېسو بيا کتنه وکړي، خو طالبانو تر اوسه په خپلو تګ‌لارو کې کوم بدلون نه‌دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG