د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

نازیه: یوازېنۍ هیله مې ښوونځي ته بیا ورتګ او زده کړې دي


له ارشیفه د یوې افغانې نجلۍ تصویر( دا هم د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې له زده کړو محرومه شوې ده).
له ارشیفه د یوې افغانې نجلۍ تصویر( دا هم د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې له زده کړو محرومه شوې ده).

نږدې ۹۵۰ ورځې کېږي چې افغان نجونې له متوسطې دورې او لېسو د زده کړو له دورې محرومې دي.

د نوي تعلیمي کال د پیل په درشل کې د نجونو د تعلیم د حقونو فعالانې اندېښمنې دي چې تېر دوه نیم کاله د افغان نجونو عمر ضایع شوی او د جبران وړ نه دی.

زرکه مالیار او یوه ډله نورې ښځې د نجونو د تعلیم د حقونو لپاره کمپاین مخته وړي.

هغې په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته په یوه پيغام کې ویلي چې نه پوهېږي طالبان ولې د نجونو د تعلیم مخه نیسي.

" موږ نه پوهېږو چې اسلامي امارت ولې دا کار کوي او ولې یې تر اوسه ورته ادامه ورکړې سره له دې چې دوی ظاهراً وايي د نجونو د تعلیم مخالفه نه دي او امر ثاني ته منتظره دي خو دا امر ثاني څه وخت راځي؟ درې کاله تېر شول. د نجونو عمر برباد شو. دا وخت تلف شو. نن چې لاړو سبا نه راځي."

فعالانې هیله ښيي چې طالبان په نوي تعلیمي کال کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

د لغمان اوسېدونکې حسینې ازادي راډیو ته وویل:

" باسواده مور یا مېرمنې ته افغان ټولنه ډېر سخت ضرورت لري. هیله مو ده چې نوي کال کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. بغیر له نجونو هېڅ امکان نه لري چې افغانستان پرمختګ وکړي."

تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له دوامداره تړلو د بشري حقونو څار سازمان یو وار بیا اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغان نجونو تېر دوه نیم کاله عمر ضایع او د جبران وړ نه دی.

هیدر بار
هیدر بار

د دې ادارې د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار یکشنبه ماښام ازادي راډيو ته وویل:

" تېر دوه نيم کاله نه بیا احیا کېږي او نه جبرانیږي. هره ورځ چې دا بنديزونه دوام کوي، د هېواد راتلونکې به نوره هم تياره شي. هيڅ هېواد د پرمختګ پر لور نه شي تللای، چې د نيمايي نفوسو هیلې یې له هغوی واخیستل شي او هغوی په ټولنه کې موثر رول ونه شي لوبولی. هغه څه چې له تعلیم پرته ممکنه نه دي."

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې شوي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې نجونې دي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي هم د یکشنبې په ورځ ټینګار کړی چې په نوي تعلیمي کال کې نجونې ښوونځیو ته پرېښودل شي.

ښاغلي کرزي په ایکس پاڼه کې لیکلي:

"متاسفانه نږدې درې کاله کېږي چې د ګران هېواد نجونې له تعلیم او تحصیله محرومې دي او نشي کولای مکتبونو او پوهنتونونو ته ولاړې شي."

کرزي ټینګار کړی چې د طالبانو سرپرست حکومت باید په نوي تعلیمي کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزي څو افغانستان له احتیاجه ازاد او پر ځان بسیا شي.

طالبان ادعا لري چې د شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو حقونه تامینوي، خو لا معلومه نه ده چې د کوم دلیل له مخې یې له نږدې دریو کالو راهیسې افغان نجونې له متوسطې پورته زده کړو څخه محرومې کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG