د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

'او‌آی‌سي' ته لیک: د افغان نجونو د زده کړو په اړه د اسلامي هېوادونو غونډه راوغواړئ


یو شمېر افغان زده کوونکې نجونې - تصویر له ارشیفه
یو شمېر افغان زده کوونکې نجونې - تصویر له ارشیفه

د افغان نجونو د زده کړو ملي کمپاین مخته وړونکو د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتي چې د اسلامي هېوادونو یوه غونډه جوړه کړي، څو د دوی په خبره نړيوالو ته دا وښيي چې اسلام نه يوازې دا چې د زده کړو مخالف نه دی؛ بلکې د اسلامي امت د پرمختګ لپاره يې شرط ګڼي.

د دغه کمپاین مسوولینو د افغان نجونو پر ښوونځیو د ۹۰۰ ورځو بندیز په اړه "او اى سى" ته په یوه پرانیستي لیک کې چې یوه کاپي ازادي راډیو ته هم رالېږل شوی ویلي چې دغه غونډه باید یو پلاوی هم وګوماري څو په دې برخه کې له طالبانو سره خبرې وکړي.

د افغان نجونو د زدکړو ملي کمپاین غړو په دغه ليک کې ټینګار کړى چې دا غونډه باید نړۍ ته روښانه کړي چې طالبان د داسې وضعیت له امله د ریښتیني اسلام استازیتوب نه کوي.

په دې ليک کې د افغانو نجونو د ملي کمپاين غړو زياته کړې چې په افغانستان کې اسلامي نصاب له پخوا موجود و طالبان د کوم بل اسلامي نصاب په لټه کې دي چې د ٩٠٠ ورځو په تېرېدو سره لا نه دي توانېدلي چې کوم توافق ته ورسېږي.

د افغان نجونو د ملي کمپاين د رسنیو د برخې غړې زرکه ماليار
د افغان نجونو د ملي کمپاين د رسنیو د برخې غړې زرکه ماليار

د افغان نجونو د ملي کمپاين د رسنیو د برخې غړې زرکې ماليار په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

" په دې ليک کې په دې باندې بحث شوى چې د افغانستان تعليمي نصاب د افغانستات د برجسته علما تر نظر لاندې تېر شوى دى استدلال دا کېږي چې که چېرته دا غير شرعي نصاب و نو ولې بيا هلکانو ته تدريس کېږي نو دلته داسې کوم خاص دليل وجود نه لري او مونږ نه پوهېږو چې اسلامي امارت ولې داسې کوي او ولې تر اوسه ادامه ورکوي؟ سره له دې چې وايي د نجونو زدکړو مخالف نه يو امر ثاني ته په تمه يوو خو دا امر ثاني به کله رارسېږي د نجونو ٩٠٠ ورځې بربادې شوې."

د کابل د یوه ښوونځي ښوونکې حاجره هم له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي څو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

"له بده مرغه چې د ښونځيو له تړل کېدو ٩٠٠ ورځې تېرې شوې خو اوس هم د طالبانو په سياستونو کې هېڅ تغير نه دى راغلى، زه د يې ښوونکې، یوې ښځې او يوې مور په توګه چې لورګانې يې له زدکړو پاتې دي او نن په ډېرې ناهيلۍپه کور کې له رواني ستونزو کړېږي،له ټولو نړیوالو سازمانونو، بنسټونو د اسلامي همکاریو له سازمان غواړم چې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې پرانيزيزي."

دا چې د نجونو په مخه به د ښوونځيو دروازې په راتلونکي ١٤٠٣ تعليمي کال کې خلاصې شي کنه، د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد يې په اړه زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې.

دا لومړۍ ځل نه دى چې د نجونو د زده کړو ملاتړي بنسټونه د دوی د زده کړو د حقونو په اره غږ پورته کړى؛ له دې مخکې هم بېلابېلو سازمانونو په دې اړه غږ اوچت کړى و، خو طالبانو په خپلو پرېکړو کې کوم بدلون نه دی راوستی.

دوی دغه شان د تیر کال په دسمبر میاشت کې افغانستان کې نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم راوګرځولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG