د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

یو شمېر ښځو د اقتصادي ستونزو د هوارولو لپاره شخصي کاروبار ته مخه کړې


د جامه زیب کارخونې له لوري جوړه شوې جامې.
د جامه زیب کارخونې له لوري جوړه شوې جامې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا د ښځو پر زده کړو او په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې پر کار تر بندیز ورسته یو شمېر ښځو د خپلو او خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو د هوارولو لپاره شخصي کاروبار ته مخه کړې.

۲۵ کلنه څانګه د 'جامه زیب' په نوم د ښځینه جامو د ډیزاین او ګنډلو د یو انلاین برنډ مسووله ده.

هغه وايي: "زه په دې فکر کې شوم چې یو کوچنی کار پیل کړم."

دا چې د پلازمېنې کابل اوسېدونکې ده، وايي چې په اقتصاد برخه کې یې د لیسانس تر کچې زده کړې کړي، خو چې له پوهنتون فارغه شوه، نظام بدل شو چې په خبره یې دا یې د جامو د ډیزاین او ګڼدلو د یاد برنډ جوړلو ته اړ ایسته.

نوموړې وویل: "د جامه زیب په نوم یو برنډ مې جوړ کړ. انلاین فعالیت مې خپله پیل کړ چې د فېسبوک او انسټاګرام صفحه مې درلودله، د ضرورت وړ مواد به مې له بازار نه واخیستل او کومې مېرمنې چې کور کې دي دوی ته مې به مې وروړل چې دوی به په کور کې ډیزاین جوړ کړ ما با یې عکسونه واخیستل او فېسبوک او انسټاګرام کې به مې پورته کړل."

څانګه وايي، اوس چې د دې برنډ له جوړولو یو کال تېرېږي، کاروبار یې ښه دی او خلک یې ډیزاینونه خوښوي.

څانګه، چې واده شوې او خپل خاوند سره د کور په لګښتونو کې مرسته کوي، وايي چې څو نورې مېرمنې هم ورسره بوختې دي چې ټولې له همدې لارې خپلې او د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې هواروي.

هغې زیاته کړه: "په جامه زیب کې ماسره کارکوونکې ټولې ښځې دي. مجموعاً څلور ښځې راسره کار کوي چې د جامو د ډیزاین، ګنډلو، غاړي، د لاس کار خامک دوزي، چرمه دوزي او ګلدوزي وي دا کوي، په تکه باندې ږدي بیا یې بېرته ماته راتسیلموي."

د مېرمن څانګې له لوري په جوړه شوې کارخونه کې ښځينه افغاني جامې هم جوړېږي.
د مېرمن څانګې له لوري په جوړه شوې کارخونه کې ښځينه افغاني جامې هم جوړېږي.

څانګې وویل، غواړي چې خپل کار پراخ کړي څو نورې ښځې هم ورسره په کار بوختې شي خو په خبره یې وس یې نه لري.

د هغې په وینا: "زه له پخوا په دې فکر کې وم چې یو لوی کاروبار پیل کړم چې نورې ښځې هم راسره کار وکړي، خو متاسفانه چې اوس اقتصادي ستونزې ډیرې دي، د کاروبار سپانسرونه کم دي او شرایط ډیر سخت شوي چې زه خپل کاروبار پراخه کړم او نورې ښځې هم په کار باندې وګومارم."

نوموړې د طابانو له حکومت غواړي چې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

څانګې وویل: "تر څو هغوی وکولی شي، خپل د خوښې وړ او ذوق کاروبار پیل کړي، پرختګ وکړي، هم ځان او هم د نورو ښځو لپاره د کار زمینه برابره کړي."

د یادونې ده چې طالبانو په افغانستان کې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړ او تحصیل تر څنګ د کار بندیز هم لګولی، دوی په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې نجونې او ښځې له کار کولو راګرځولي دي.

دوی ښځې د سینګار کار ته هم نه پرېږدي او سینګارتونونه یې ورتړلي دي.

XS
SM
MD
LG