د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

امریکا: افغان نجونو او ښځو ته د انلاین زده کړو بېلابېل فرصتونه برابروو


تصویر سمبولیکه بڼه لري - ارشیف
تصویر سمبولیکه بڼه لري - ارشیف

د افغانستان لپاره د امريکا سفارت تېره ورځ د مارچ په پنځمه پر خپله ايکس‌پاڼه کې لیکلي، لوړو زده‌کړو ته د افغانانو د لاس‌رسي د ملاتړ پروګرام له لارې به د سوداګرۍ، معلوماتي ټېکنالوجۍ، ساینس، روغتیا او حقوقو په برخو کې انلاین روزنیز کورسونه پیل کړي.

د امريکا د سفارت د بيان له‌مخې، د دغه پروګرام له لارې به په افغانستان کې مېشتو وړتيا لرونکو کسانو"نجونو او هلکانو" ته د لا زياتو مهارتونو د زده‌کړې او د اړيکو د جوړولو په موخه وړيا انلاين روزنه ورکول کېږي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د "افغان ښځو د اقتصادي ثبات لپاره د نړیوال ایتلاف" په غونډه کې خبر ورکړ چې د امریکا حکومت د لسګونو لویو شرکتونو په مرسته افغان مېرمنو ته د زده کړو زمینه برابروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره اوونۍ ویلي وو چې افغان نجونو او ښځو ته به د زده کړو فرصتونه برابروي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره اوونۍ ویلي وو چې افغان نجونو او ښځو ته به د زده کړو فرصتونه برابروي

بل پلو نن د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو په مخه د ښوونځيو د تړل کېدو ۹۰۰ ورځې پوره شوې.

يو شمېر هغه نجونې چې له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي وايي، نږدې درې کاله وخت يې ضايع شو، هغه چې د دوی په خبره هيڅ‌کله به جبران نه‌شي.

حسنا چې افغانستان کې واک ته د طالبانو له بيا رسېدو وروسته ترې دولسم ټولګي کې زده‌کړې پاتې شوې، ازادي راډيو ته يې وويل:

" له نن سره ۹۰۰ ورځې پوره شوې چې موږ نه‌شو کولی ښوونځيو ته لاړې شو، دا دی نوي ښوونيز کال ته هم يوازې څو ورځې پاتې دي، زه د اسلامي امارت څخه هيله لرم چې خپلو خويندو ته اجازه ورکړئ، ترڅو درس ووايي، دا دومره وخت چې زموږ ضايع شو، دا هيڅوک بېرته موږ ته څوک نه‌شي راګرځولی."

مبشره چې د کابل ولايت اوسېدونکې او د زده‌کړو څخه د بې‌برخې شويو نجونو له ډلې ده وايي:

" تاسو وګورئ د ښوونځيو له تړل کېدو ۹۰۰ ورځې تېرې شوې، خو د طالبانو حکومت تر اوسه د ښوونځيو د پرانيستل کېدو په اړه هيڅ اقدام نه‌دی کړی، اوس‌مهال افغانې نجونې په ناهيلۍ کې ژوند کوي، يو ډول ژور خپګان لري، ځکه زموږ د ټولو په مخه د ښوونځيو دروازې تړلې دي."

يادې زده‌کوونکې له نړيوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو پر حکومت دې فشار راوړي، څو د نجونو په مخه د ښوونځيو دروازې بېرته پرانيزي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره افغان نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکول کیږي
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره افغان نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکول کیږي

دا چې د نجونو په مخه به د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې کله پرانيستل شي، دا پوښتنه مو د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت وياند ضيا هاشمي او دغه راز د دوی د پوهنې وزارت وياند منصور احمد حمزه څخه وکړه، خو د دې راپور تر خپرېدو يې ځواب رانه‌کړ.

خو مخکې د طالبانو د حکومت چارواکو ويلي وو، د زمينې د برابرېدو او د زده‌کړو په برخه کې د طرحې له چمتو کېدو وروسته به دوی د خپل مشر د فرمان سره سم نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي، هغه څه چې د ۹۰۰ ورځو په تېرېدو سره لا هم څرګند نه‌شول.

د نجونو په مخه د زده‌کړو او تحصيل بنديز کورني او نړيوال غبرګونونه لرلي او نړيوالو سازمانونو په ځلونو له طالبانو غوښتنه کړې چې له نجونو دې د زده‌کړې حق نه‌اخلي، خو د طالبانو حکومت له يادو غوښتنو او غبرګونونو سره سره لا هم په‌دې برخه کې پر خپلو تګ‌لارو کتنه نه‌ده کړې.

په‌داسې حال کې چې نوي ۱۴۰۳ ښوونيز کال پيل ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، نجونې زده‌کوونکې وايي، دوی اندېښنه لري چې د نوي تعليمي کال د پيل په زنګ وهلو سره به د درېيم کال لپاره د دوی په مخه د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې ‌شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG