د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

په انلاین توګه د یوه تلوېزیون د خپرونو پیل؛ زده‌کوونکي: د حضوري زده‌کړو تشه نه‌شي ډکولی


ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونیز ادارو دروازې بندې کړې دي.
ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونیز ادارو دروازې بندې کړې دي.

د بېګم په نوم د انلاين زده کړو بنسټ د روانې مارچ مياشتې په اتمه نېټه د يو ښوونيز تلوېزون د خپرونو د پيل اعلان وکړ.

په افغانستان کې له اووم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت د بنديزونو تر څنګ، د بېګم په نوم د انلاين زده کړو يو بنسټ "بي‌اوډبليو" د يو ښوونيز تلوېزون د خپرونو د پيل اعلان وکړ.

د دې تلوېزون مسوولان وايي چې ياد تلوېزون به د روان تعليمي کال له پيل سره سم خپلې خپرونې پيل کړي.

د دوى په وينا، د بېګم په نوم تلوېزون به په ٢۴ ساعتونو کې بېلابېل ښوونيز درسي پراګرامونه ولري چې د اووم ټولګي تر دولسم ټولګي به زده کوونکو ته د ښوونځي ټول درسي مضامين د ښوونيزو خپرونو او مجربو استادانو لخوا وړاندې کېږي.

د بېګم په نوم دغه بنسټ د فرانسې له پاريس ښار نه فعاليت کوي او د سپوږمکۍ له لارې افغانستان کې خپلې خپرونې پيلوي.

د دې بنسټ مشرې او د بېګم په نوم د اعلان شوي تلوېزون بنسټ اېښودونکې حميده امان وايي چې د مارچ په اتمه د ښځو په نړیواله ورځ يې د دې تلوېزون ازمايښتي خپرونې پيل کړې دي.

د دې تلوېزون موسسې له ازادي راډيو سره په خبرو وويل چې له دې پرېکړې يې موخه د افغان زده کونکو ته په انلاین ډول د زده‌کړو د زمینې برابرول دي.

حميدې امان په دې اړه زياته کړه: "دې تلوېزون کې مونږ د افغانستان ټول درسي نصاب د ويډيو له لارې خپروو چې هره ورځ له اووم ټولګي تر دولسم ټولګي د ښوونځي زده کوونکي کولى شي چې ياد پروګرامونه تعقيب کړي. زموږ هيله دا ده چې د افغانو نجونو زدکونکو عمومي پوهه لوړه کړو کوم مضامين چې دوى ښوونځي کې لرل ټول يې کولى شي چې د بېګم تلوېزون له لارې له مجربو استادانو سره تعقيب کړي."

دغه شان آغلې امان وويل کوم زده کوونکي چې د سهار لخوا د تلوېزون ښوونيز پروګرامونه نه شي تعقيبولى ماسپښين به يې تکرار خپرېږي.

ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

خو افغان زده کونکې وايي چې انلاين درسونه سره له دې چې خپلې ګټې لري، خو هیڅکله د حضوري درسونو تشه نه‌شي ډکـولى.

د يولسم ټولګي زده کوونکې نظيفې چې دوه کاله له فارغېدو مخکې په کور ناسته ده سره له دې چې خوشبينه ده، خو بيا هم وايي چې په کابل کې د برښنا کمى او انټرنېټ ته د نجونو کم لاسرى به د دې لامل شي چې دغسې پروګرامونه په ښه توګه تعقیب نه کړي.

هغه وايي: " په اوس شرايطو کې چې نجونې ښوونځي پوهنتون کورسونو ته د تګ اجازه نه لري انلاين زده کړې ډېره ګټه کوي، خو انلاين درسونه د حضوري درسونو په اندازه ګټور نه دي. مونږ ډېرې تجربې لرو په مکتبونو کې کله چې کرونا وه، مونږ دغه تجربه درلودله، خو ډېره ګټوره نه وه."

هاديه ارمغان چې درې کاله کې کېږي له زدکړو بې برخې ده بیا وايي چې انلاين زده کړې يوازېنۍ لاره وه چې نوموړې يې له بېلابېلو رواني ناروغيو ژغورلې ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "په دې درې کلونو کې له رواني ناروغۍ د خلاصون يوازېنۍ لار انلاين درسونه وو کله چې طالبانو اعلان وکړ چې مکتبونه تړي يوازې انلاين درسونه وو چې موږ له روحي فشاره خلاص کړو او اوس چې بېګم تلوېزون خپل نشرات پيلوي او مونږ ته په کور کې د زده کړو زمينه برابروي ډېر خوښ يو."

له دې مخکې بېلابېلو بنسټونو د انلاين زده کړو په برخه کې فعاليتونه کړي خو دا لومړۍ ځل دى چې يو تلوېزون د نجونو د زده کړو په برخه ۲۴ساعته خپرونې پیلوي.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته په ښځو او نجونو باندې د نورو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو محدودیتونو ترڅنګ، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ راګرځولي دي.

که څه هم طالبانو تل ویلي چې د خپل مشرتابه حکم ته په تمه دي او د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره د اسلامي شریعت له مخې یوه کړنلارې باندې کار کوي، خو له خو د دوه نيمو کلونو په تېرېدلو سره لا هم په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG