د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

افغانستان کې د بشري حقونو د نقض دوام؛ عباسي: دې چارې ښځې ډېرې اغېزمنې کړي


په افغانستان کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
په افغانستان کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د طالبانو له‌خوا د ښځو د حقونو نقض، په ځانګړي ډول د زده کړو او کار حقونو د بشري ناورین د زیاتولو ترڅنګ، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ژوند هم ډېر اغېز کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو له‌خوا د زده کړو او کار د حق په ګډون د ښځو د حقونو نقض په افغانستان کې بشري ناورین لا زیات کړی او د دوی ژوند یې ډېر اغېزمن کړی دی.

د دې سازمان د څېړونکې فرشتې عباسي له‌خوا په لیکل شوې مقاله کې چې د پنجشنبې په ورځ د بشري حقونو د څار سازمان په ویبپاڼه خپره شوې، راغلي چې د طالبانو له واکمنېدو سره ډېرو ښځو د خپلې ګټې وټې سرچینې له لاسه ورکړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان دغه غړې وايي، د ملګرو ملتونو بشري غبرګون دغه بحران ته د رسېدنې توان نه لري، ځکه د دې په ټکو، په افغانستان کې د اقتصادي بحران او د بېوزلۍ او بې روزګارۍ له پراخېدو سره سره د بشري مرستو کچه د ۲۰۲۳ کال راهیسې د طالبانو د کړنو په غبرګون کې راټيټه شوې.

د بشري حقونو څار بنسټ څېړونکې فرشته عباسي
د بشري حقونو څار بنسټ څېړونکې فرشته عباسي

د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بیا ځلي واکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې تر شپږم ټولګي پورته او پوهنتونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د دوی پر کار بندیز لګولی دی.

خو بیا هم دوی تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.

په ورته وخت کې په کابل کې یوه مېرمنه، چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کور ناسته ده، له بېکارۍ ځورېږي.

یوه مېرمن وايي: زما او زما په شان نورو مېرمنو لپاره د کار زمینه نه ده برابره. ما پخوا دنده درلوده، خو اوس وزګاره یم.

هغې ازادي راډیو ته د خپلو ستونزو په اړه وویل: "زه خپله چې اوس وزګاره یم، له ډېرو ستونزو سره مخ یم. د کورنۍ سرپرسته یم او مسوولیت یې زما پر غاړه دی، اړه یم چې د خپل ژوند دوام لپاره کار وکړم، خو زما او زما په شان نورو مېرمنو لپاره د کار زمینه نه ده برابره. ما پخوا دنده درلوده، خو اوس وزګاره یم."

په ورته وخت کې یوه بله مېرمن هم چې د خپلې کور سرپرسته ده، وايي: "په خدای دا رښتیا ده چې وايي افغان مېرمنې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د ۴۰ سلنه افغان مېرمنو، خاوندان وژل شوي یا هم روږدي دي، دوی د خپل کور ډوډۍ ګټونکي دي، د ژوند لګښتونه یې پر غاړه دي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو‌ایف‌پي ویلي وو چې افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو بد ځای دی او افغان مېرمنې او نجونې د افغانستان د پرله‌پسې ناورینونو درانه پیټي په اوږو وړي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې به سږ کال نږدې ۲۴ میلیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس نیمايي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG