د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

​​​​​​​د افغانستان ازادۍ جبهې د خپل مهم قوماندان 'اکمل امیر' وژنه تایید کړه


اکمل اميري
اکمل اميري

د طالبانو مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې د خپل مهم قوماندان اکمل امیر وژنه تایید کړه، خو دا یې هم ویلي چې په سالنګ کې د دوی او طالبانو ترمنځ د شوې جګړې په پایله کې د دوی د وژل شویو ځواکونو جسدونه لا هم د هغوی کورنۍ ته نه‌دي سپارل شوي.

د طالبانو مخالفې ډلې د افغانستان د خپلواکۍ جبهې ومنله چې یو مهم قوماندان یې اکمل امیر شپږ ورځې وړاندې طالبانو سره په جنوبي سالنګ کې د نښتې پر مهال وژل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت پنځه ورځې وړاندې یوه اعلامیه کې خبر ورکړی و چې اکمل امیر یې له شپږ تنو نورو سره په یو لړ عملیاتو کې وژلی دی.

خو د افغانستان د ازادۍ جبهې وړاندې ویلي و چې د اکمل امیر د برخلیک په اړه معلومات نه‌لري.

تر څنګ یې داسې مهال چې په جنوبي سالنګ کې د طالبانو او د افغانستان د ازادۍ جبهې ترمنځ له شوې جګړې شپږ ورځې تېرې شوي، خو دا جبهه وايي، په دې جګړه کې د دوی د وژل شویو ځواکونو جسدونه یې لا هم کورنیو ته نه‌دي سپارل شوي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې تېره شپه ناوخته د دې جګړې په اړه په خپلې پرله‌پسې درېیمه اعلامیه کې ولیکل، د دوی له ځواکونو یوازې د فهیم سالنګي جسد د هغه کورنۍ ته سپارل شوی، خو د دیني احکامو په څېر یې د جنازې د لمونځ مخه نیول شوې.

دې جبهې دا هم ویلي چې خپلو کورنیو ته د دوی د ځواکونو د جسدونو د انتقال په برخه کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې هڅو هم پایله نه‌ده ورکړې.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، په جنوبي سالنګ کې یې له طالبانو سره په نښته کې له ځواکونو اکمل امیر، بصیر اندرابي، فهیم سالنګي، برهان اندرابي، قربان علي بامیاني، صبور فاریابي او حسین سمنګاني وژل شوي.

دې جبهې دا ادعا هم کړې وه چې په دې درې ورځنۍ نښته کې یې له ۳۰ زیات طالبان هم وژلي دي، خو طالبانو یې دا ادعا نه‌ده منلې.

د ازادي راډيو خبريال هڅه هڅه وکړه چې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره اړیکه ونیسي، خو بریالي نه‌شو.

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د دې موضوع په اړه پوښتنه وکړه، هغه که څه هم ژمنه وکړه چې معلومات به شریک کړي، خو د راپور تر خپرېدو یې خپله ژمنه پوره نه کړه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چې د طالبانو له‌خوا د دوی د وژل شویو ځواکونو د کورنۍ د غړیو ځورول لا هم روان دي.

دې جبهې له ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې دې موضوع ته جدي پام وکړي.

په ورته وخت کې په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو لغوه کړی او اوس له هېواده بهر فعالیت کوي ویلي، ورځ تر بلې د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو د دوی په ټکو وحشتناکه سرغړونې ډېرېږي.

په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو لغوه کړی او اوس له هېواده بهر فعالیت کوي.
په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو لغوه کړی او اوس له هېواده بهر فعالیت کوي.

دې کمیسیون پرون یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، طالبانو په جنوبي سالنګ کې د وژل شویو کسانو له جسدونو سره غیر انساني چلند کړی او تر خوا یې د دوی کورنیو ته د غمرازۍ اجازه نه‌ده ورکړې.

د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون دا خبره هم لیکلي چې د طالبانو عسکرو د وژل شویو کسانو د خپلوانو په کورنیو حملې کړي، له هغوی یې یو شمېر ځورولي او نیولي دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند په دې اړه هم د ازادي راډیو پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د بشري حقونو د څار ادارې، د بخښنې نړیوال سازمان او ډېرو نورو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او طالبان یې د بشري حقونو په پراخه نقض تورن کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG