د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

د ښځو نړیواله ورځ؛ په افغانستان کې د جنسیتي اپارټايډ د رسميت پېژندلو غوښتنه شوې


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور

د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د معترضو ښځو یو شمېر خوځښتونو د افغانستان په دننه او بهر کې په واټونو او سرپټو ځایونو کې اعتراضونه وکړل.

د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د جمعې په ورځ د معترضو ښځو یو شمېر خوځښتونو د یوه ګډ پرېکړه‌لیک په خپرولو سره په کابل او ولایتونو کې په واټونو او تړلو ځایونو کې اعتراضونه وکړل.

د افغان معترضو ښځو د خوځښتونو ایتلاف په خپل پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې د جنسیتي اپارټايډ د رسميت پېژندلو غوښتنه کړې.

دوی د طالبانو له زندانه د اعتراض کوونکو مېرمنو په ځانګړې توګه د منیژه صدیقي د بې‌قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ مشرې مریم معروف آروین ازادي راډيو ته وویل، دغه غورځنګ نن په کابل، بلخ او تخار ولایتونو کې په سرپټو ځایونو کې اعتراضونه وکړل.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور

هغه وايي: "په دغه اعتراضونو کې مو له ټولو اعتراض کوونکو حرکتونو په کلکه غوښتنه وکړه چې پر طالبانو، د بشري حقونو پر سازمانونو او ملګرو ملتونو فشارونه زيات کړي، څو ژر تر ژره د طالبانو له زندانونو د منيژه صديقي او نورو فعالانو د خوشې کېدلو شاهدان ووسو."

بل‌خوا د تخار د ښځو خوځښت وايي چې په دغه ولایت کې هم ښځو په واټونو او سرپټو ځایونو کې اعتراضونه کړي او په ترڅ کې يې له ملګرو ملتونو څخه د طالبانو د محاکمې غوښتنه کړې.

د اعتراض کوونکې له ډلې يوه چې نه‌يې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "نن په تخار ولایت کې د ښځو د خوځښت له‌خوا بهر په لارو او سرپټو ځايونو کې اعتراضونه وشول. دوی له ملګرو ملتونو د طالبانو د محاکمې غوښتنه کوله. د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت چې د ښځو د یووالي او مبارزې د پیوستون ورځ وه او نن موږ د دې ترهګرې ډلې پر وړاندې د ښځو د مبارزې شاهدان یو."

د دغو خوځښتونو اعتراضونه يوازې تر افغانستان پورې محدود نه و، بلکې يو شمېر خوځښتونو په ګاونډي هېواد پاکستان کې هم د مارچ د اتمې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت اعتراضونه کړي دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د افغانستان د پرمختللو ځواکونو غورځنګ په نوم د ښځو د یو اعتراضي خوځښت غړې چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم له اخیستو ډډه وکړه، ازادي راډیو ته وویل: "نړۍ باید د طالبانو ملاتړ ونه‌کړي، د افغان ښځو له حقونو دفاع وکړي او ښځو ته د کار، ازادۍ، تعلیم او برابرۍ حق ورکړي، نن ښځې له کوره نه‌شي وتلی، ځکه د حجاب په پلمه زنداني کېږي."

دا په‌داسې حال کې ده، چې د معترضو ښځو یو شمېر خوځښتونه وايي، نه‌شي کولای د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ په پټه هم ونمانځي.

د یو خوځښت مسوولې چې نه‌يې غوښتل نوم يې خپور شي، ازادي راډيو ته وويل: "موږ پرون هم د ښځو ورځ ونمانځله، د دوی (طالبانو) حوزه زموږ د دفتر مخې ته ده، نجونې له دوو دروازو را ننوتې، طالبان هم راغلل او ویې ویل، دا څه روان دي؟ نن ولې دومره ډېرې نجونې دي؟ دا چې موږ دوه ورځې مخکې سمنک اچولی و، موږ وویل چې موږ سمنک وېشو. دوی د مراسمو تر وروستيو هلته و، ترڅو موږ انځورونه او ویډیو وانه‌خلو."

د ښځو د سیاسي مشارکت خوځښت، د ښځو د یووالي او پیوستون خوځښت، د ښځو د هيلو پنجره خوځښت، د عدالت غوښتونکو ښځو غورځنګ، د افغان ښځو د تاریخ او بدلون غورځنګ او د افغان معترضو ښځو په لسګونو نورو خوځښتونو د اعلاميو په خپرولو سره د ښځو د نړيوالې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ د عدالت غوښتنې پېغامونه خپاره کړي دي.

په‌همدې حال کې د افغان معترضو ښځو په پرېکړه‌ليک کې د بشري حقونو له بنسټونو غوښتل شوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قوانينو په تصويب او تطبيق کې له غور کار واخلي او طالبان دې د "نه ختمېدونکو جنايتونو" او د افغانانو د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو په تور محاکمه شي.

په پرېکړه‌ليک کې زياته شوې چې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه بايد له طالبانو سره هر ډول ملاتړ او تعامل بند کړي او په نړيوالو غونډو کې د ښځو د حقونو د استازې په توګه د لاريون کوونکو ښځو حضور ته پاملرنه وشي.

دوی له نړۍ غوښتي چې په افغانستان کې د خلکو د ارادې او د جنسیتي برابرۍ او د افغانانو د حقونو پر بنسټ د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړولو لپاره زمینه برابره کړي.

خو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی او د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وايه.

طالبانو تل ادعا کړې چې د دوی تر واکمنۍ لاندې د ټولو ښځو حقونه خوندي دي، هغه چې نړیواله ټولنه یې يوازې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې ګڼي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG