د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

یو شمېر معترضې مېرمنې: د طالبانو د بندیزونو سره سره مو نړیوالو ته خپل غږ رسولی


په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. May 26 2022
په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. May 26 2022

په افغانستان کې یو شمېر معترضې مېرمنې وايي، د طالبانو د حکومت له پرله‌پسې بنديزونو او مخنيوي سره سره بيا هم دوی توانېدلي چې نړيوالو ته خپل غږ ورسوي.

په افغانستان کې یو شمېر معترضې ښځې وايي، که څه هم د طالبانو حکومت تل د دوی د اعتراضونو مخه ډب کړې، خو د دوی په ټکو تر کومه چې خپل حقونه ترلاسه نه کړي، له خپلو مبارزو به لاس په سر نه شي.

په تخار ولایت یوه معترضه ښځه چې د امنيتي ستونزو له امله يې د نوم له ښودلو ډډه وکړه ازادي راډیو ته یې وویل: "موږ باور لرو چې افغان مېرمنې به هیڅکله تسلیم نه شي، نو که طالبان لارې او واټونه زمونږ پر مخ تړي موږ خپل کورونه د غورځنګونو په سنګر بدل کړي او نه پرېږدو چې د حق، عدالت او خپلواکۍ غږ غلی شي."

په کابل کې یوې بلې معترضې مېرمنې چې نوموړې هم د امنیتي ستونزو له امله نه غوښتل چې په راپور کې يې نوم ياد شي، ازادي راډیو ته وویل چې دوی نړۍ ته د عدالت پیغام په پټو مخونو او له سر پټو ځايونو رسولی دی.

هغې وویل: "له دې مخکې چې د مارچ اتمه راورسېږي، ټول کابل د دوی تر کنټرول کې دی او هڅې روانې دي، هغه ځای چې موږ غوښتل اعتراض وکړو هغه هم څارل کېږي. حتی په سر پټو ځايونو کې هم مونږ اعتراض نه شو کولای. موږ ته غږ پورته کول ډېر سخت کار دی. دوى زمونو غږ ټپوي، خو که يو کس هم پاتې يو بيا هم غږ پورته کوو."

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د واک په بیا ترلاسه کولو سره له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ منع کړي، د دوى پر مخ يې د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې او په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې یې ښځې له کار کولو هم راوګرځولې.

د طالبانو حکومت د حجاب د اجباري کولو په ګډون په سينګارتونونو کې د دوى پر کار، ښځينه حمامونو او تفریحي پارکونو ته د دوى پر تګ او له محرم پرته د لرې واټن په سفر کول هم بنديز ولګاوه.

خو افغان مېرمنې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شوې او د ډوډۍ، کار او ازادۍ په شعار سره د نجونو د زدکړو له حق څخه په ملاتړ واټونو ته راووتې.

د کابل په ګډون په هرات، بامیان، تخار، نیمروز، کندز، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د دغو اعتراضونو لمن پراخه شوه او معترضو ښځو د طالبانو پر ضد بېلابېل غورځنګونه جوړ کړل.

ارشیف: په تخار کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې یوه څنډه
ارشیف: په تخار کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې یوه څنډه

خو په واټونو د ښځو اعتراضیه غونډې د شویو ادعا ګانو پر بنسټ هر ځل د طالبانو له تاوترپخوالي سره مخ شوی، د دوى پر وړاندې يې اوښکې بهوونکى ګاز وکاروه، هوايي ډزې يې وکړې، معترضې ښځې يې ونیولې، وهل ټکول او د دول حکومت سره له همغږۍ پرته يې په دېر اعتراضونو بنديز ولګاوه.

نرګس سادات، پاریسا مبارز، ملالۍ هاشمي، فاطمه محمدي، ژولیا پارسي، پریسا آزاده، منيژه صدیقي او بهاره کریمي هغه معترضې ښځې دي چې ۲۰۲۳م کال کې د طالبانو د بندیزونو په غبرګون د غږ پورته کولو له امله نيول شوي دي.

له دې ډلې څخه منيژه صدیقي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په نهمه د طالبانو له خوا نیول شوې، لا هم په زندان کې ده.

خو آیا د ښځو فعالیتونو د دوی وضعیت ښه کړی او د ښځو پر وړاندې يې د طالبانو تګلارې بدلې کړي؟

د "چتر ملي" په نوم د ښځو د اتحاد مشرې شفیقې رزمندي ازادي راډیو ته وویل: "نن افغان معترضې ښځې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون په لومړۍ کرښه کې دي، دوی د ملت غږ پورته کوي، په داسې حالاتو کې چې په هېواد کې وحشت حاکم دى، په ځانګړې توګه معترضې ښځې په بې رحمانه ډول ځپل کېږي، خو بيا يې هم غږ اوچت دى او نن چې د نړیوالې ټولنې پام پر مونږ دى او د ښځو د وضعیت د ښه کولو او د هغوی د حقونو د دفاع په اړه خبرې کولی شو، دا ټول د افغانستان د مبارزو او زړورو ښځو هڅې دي."

په ورته وخت کې د افغان ښځو د غورځنګ یوې موسسې مونسې مبارز هم ازادي راډیو ته وویل دا چې نړۍ تر اوسه طالبان په رسميت نه دي پېژندلي ټول د افغان معترضو ښځو د هڅو پايله ده.

هغې وویل: "دا چې د څو هېوادونو پرته چې د طالبانو ملاتړ کونکي وو د افغانستان ټول سفارتونه تر اوسه طالبانو ته نه دي سپارل شوي. دا خپله د دې ښکارندويي کوي چې زموږ دا اعتراضونه اغېزمن وو، همدا چې د طالبانو استازو د دوحې په غونډه کې شرطونه وضع کړل، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي ونه منل او له دوی سره د یوې عادي ډلې په توګه چلند وکړ، نه د افغانستان د استازو په حيث او همدا چې د طالبانو استازى د ملګرو ملتونو لخوا نه منل کېږي ټول د افغانو ښځو د مبارزانو پايله ده."

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار ازادي راډيو ته وویل چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت باید حکومتونه د افغان ښځو تر څنګ ودرېږي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشره هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشره هیدر بار

هغې وویل: "دې لاريونونو نړۍ ته وښودله چې په افغانستان کې څه روان دي. تاسو د طالبانو له خوا د لاريون کوونکو په وړاندې له تاوتريخوالي دا اندازه لګولی شئ چې دې لاریونونو او اعتراضونو طالبانو ته څومره سرخوږی جوړ کړی دی. هغه څه چې حکومتونه کولى شي سږ کال د ښځو د پيوستون په نړيواله ورځ يې له دغو ښځو سره وکړي دا دي چې د دوی قضیه د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي."

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو طالبانو تل د ښځو اعتراضونه له همغږۍ پرته د خپل حکومت د قوانینو خلاف ګڼلی دی.

سره له دې چې د طالبانو د پېژندلو لپاره د نړۍ يو مهم شرط د ښځو حقونو او ازادۍ ته درناوى دى چې طالبان يې په ښکاره په سرغړونې تورن دي، خو طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د ټولو ښځو حقونه خوندي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG