د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

فریډم نو: طالبانو سره بندي منیژه صدیقي د تاوتریخوالي او ناوړه چلند له ګواښ سره مخ ده


د معترضو مېرمنو د خودجوشه خوځښت غړې، منیژه صدیقي
د معترضو مېرمنو د خودجوشه خوځښت غړې، منیژه صدیقي

د افغانستان د معترضو مېرمنو د خودجوشه خوځښت غړې، منیژه صدیقي د خوشې کولو د غوښتنو په دوام، د بشري حقونو سازمان، فریډم نو یو ځل بیا دا غوښتنه کړې ده.

یاد شوي سازمان د فبرورۍ په ۲۱مه ناوخته په خپله ایکس پاڼه، د مېرمن صدیقي د ژر تر ژره، بې قید او شرطه او خوندي خوشې کیدو غوښتنه کړې.

فریډم نو لیکلي، یوه معترضه مېرمن منیژه صدیقي څلور میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا په کابل کې د هغې له کوره د دې سازمان په ټکو «تښتول» شوې.

نوموړي سازمان دغه شان لیکلي چې نوموړې د تاوتریخوالي او ناوړه چلند له ګواښ سره مخ ده.

فریډم نو د تېر زېږدیز کال د دیسمبر په ۱۸ هم په خپله ایکس پاڼه د منیژې صدیقي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د خودجوشه خوځښت غړې منیژه صدیقي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۹مه د طالبانو له خوا ونیول شوه.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې یو شمېر معترضې مېرمنې د منیژه صدیقي د نیولو په اړه اندېښنه لري او وايي کورنۍ ته یې ورسره د لیدو اجازه نه ورکول کیږي.

یوه معترضه مېرمن او د ښځو د حقونو فعاله، پریسا مبارز وایي:

" دا د اندېښنې ځای دی چې یوه معترضه مېرمن له څلورو میاشتو څخه زیاته موده کیږي چې د طالبانو په بند کې ده، د برخلیک په اړه یې هیڅ معلومات نشته او کورنۍ ته یې د لیدو اجازه نه ورکول کیږي. مېرمن صدیقي مجرمه نه ده، د هغې جرم یواځې دا دی چې عدالت، برابري او ازادي یې غوښتې."

د طالبانو لخوا د ښځینه فعالانو نیول کېدو د دوی خلاف اعتراضیه حرکتونه کم رنګه کړي
د طالبانو لخوا د ښځینه فعالانو نیول کېدو د دوی خلاف اعتراضیه حرکتونه کم رنګه کړي

د افغانستان د معترضو مېرمنو د خودجوشه خوځښت غړې، لیلا بسیم وايي د طالبانو لخوا د معترضو مېرمنو نیول او د مېرمن صدیقي په بند کې ساتل، د نورو معترضو مېرمنو تر منځ د مبارزې روحیه له منځه وړې.

بسیم ازادي راډیو ته وویل:

"دا نیونې او د طالبانو سیاستونه، د افغان مېرمنو پر روان ډېر منفي اغېز لري. له بده مرغه د دنیا او د افغانستان د خلکو چوپه خوله پاتې کېدل او د بېلابېلو بنسټونو نه غبرګون، له معترضو ښځو څخه په ځانګړي ډول په واټونو کې د دوی د مبارزې انګېزه اخیستې."

که څه هم په لومړیو کې د طالبانو حکومت د مېرمن صدیقي نیول نه تایید او نه هم رد کړي و، خو د سلواغې په ۲۱مه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې د مېرمن صدیقي او د زده کړو د برخې د دوو نارینه فعالانو له قید او شرط پرته خوشې کېدو په تړاو د بښنې نړیوال سازمان د غوښتنو په غبرګون ادعا وکړه چې د اسنادو او شواهدو پر بنسټ دوی د "غیرشرعي او غیر قانوني کړنو" په تور نیول شوي دي.

خو یو شمېر معترضو مېرمنو هغه مهال ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې منیژې صدیقي هیڅ ډول غیر قانوني عمل نه دی کړی او یواځې د خپلو بنسټيزو حقونو لپاره د مبارزې په تور نیول شوې.

تر دې مخکې هم د بښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نړیوالو بنسټونو د مېرمن صدیقي د خوشې کیدو غوښتنه کړې، خو ظاهرا د طالبانو حکومت تر اوسه د دوی غوښتنې نه دي منلي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG