د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

د افغان ښځو وضعیت ته د رسېدو لپاره د همغږي غبرګون ښودلو غوښتنه شوې


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازولۍ د دې شورا په ۵۵مه ناسته کې له نړۍ وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته د رسېدو لپاره همغږی غبرګون وښيي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه د جمعې په ورځ د دې شورا په ۵۵مه غونډه کې د یوې اعلامیې په لوستلو سره وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو کړکېچن وضعیت د نړیوالې ټولنې همغږي غبرګون ته اړتیا لري.

د دې اعلامیې په پیل کې راغلي چې دا اعلامیه د ۴۰ هېوادونو له خوا تاییده شوې ده.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې هغه څه چې په افغانستان کې روان دي کېدای شي په جنسیتي اپارټایډ بدل شي.

د اعلامیې په یوه برخه کې چې نصیر احمد اندېشه لوستې، راغلي: "بشري حقونو ته د درناوي په ګډون د طالبانو ژمنې نه دي پوره شوي. د هغوی له فرمانونو څخه نیولې تر اعلامیو پورې ښځې او نجونې نه شي کولای له خپلو بنسټیزو حقونو څخه استفاده وکړي. د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون دغې پایلې ته رسېدلی چي د دوی د پراخ او سیستماتیک ماهیت له امله امکان لري دا کړنې په جنسیتي ځورونې بدل شي."

اندېشه دې ته په اشارې سره چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو حکومت کړنې جنسیتي اپارټایډ بللي، زیاته کړه چې دا وضعیت له بشپړ ځواب ورکونې پرته بل څه نه غواړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان قونسل محب الله طیب هم په دې غونډه کې وویل چې د نړیوالې ټولنې چوپتیا طالبان نور هم زړور کړي دي.

هغه د طالبانو حکومت د اپارټایډ یو رژیم وباله او ویې ویل چې د طالبانو په حکومت کې نجونې او ښځې کړېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې اعلامیې او څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د ورته ادعاوو په ردولو سره یې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان په دا ډول نړیوالو غونډو کې د ښځو د وضعیت د مطرح کېدو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

یو له دوی څخه مینه رفیق وايي: "دلته له ملګرو ملتونو سره موافقه یم ځکه په افغانستان کې یو انساني تګلاره نه شته. که هغوی دا شک کوي چې کومې ښځې د دوی عکس سوځولی هغه دوه کاله حبس باندې محکوموي او بندي کوي یې."

خو د افغان جمهوري غوښتونکو میرمنو د شبکې مشره حلیمه پژواک جلا نظر لري.

هغې ازادي راډيو ته وویل: "د ملګرو ملتونو سازمان دې په غندلو سره نه خپل زړه خوشحالوي نه د افغان ملت، ځکه دا ټول هغه څه نه دي چې موږ وشو کولای یو قانع کوونکي ځواب ته ورسېږو. نو غوره ده چې داسې یو غبرګون او یا عملي کار ترسره شي چې په عمل کې ثابته کړي چې دوی د افغانستان وضعیت ته په کتو سره غواړي د افغانستان خلک له دې حالت څخه وژغورل شي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر تورک هم د فبرورۍ په ۱۴مه د دغې شورا په تېرې غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې هغه په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو له حقونو څخه د سیستماتیکې سرغړونې له امله خواشینی دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر تورک
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر تورک

طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر وړاندې د نورو محدودیتونو او بندیزونو سربېره، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ د ښونځيو دروازې وتړلې، ښځې یې په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو منعې کړې او بیا يې د پوهنتونونو دروازې هم د هغوی پر مخ وتړلې.

د طالبانو حکومت چارواکي د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو د تامينولو ادعا کوي، خو دوی د دغو بندیزونو او محدوديتونو او يو شمېر نورو اقداماتو له امله د بېلابېلو نړيوالو سازمانونو له خوا د بشري حقونو په پراخه سرغړونې تورن شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG