د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

اروپايي ټولنه: د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او د ښځو څنډې ته کول د زغم وړ نه دي


کابل کې د طالبانو پر وړاندې یو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې - تصویر له ارشیفه
کابل کې د طالبانو پر وړاندې یو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې - تصویر له ارشیفه

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورېل وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او د ژوند له ټولو چارو د ښځو څنډې ته کول د زغم وړ نه دي او باید پر طالبانو فشار راوړل شي.

هغه چې پرون یې د امنیت شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل، په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید روان دی.

بورېل وویل: "داسې ښکاري چې افغانستان هېر شوی دی، مګر بشري، سیاسي، اقتصادي او د بشري حقونو وضعیت اندېښمنوونکی دی. په افغانستان کې د جنسیتی اپارتاید بېلګې شته. دا وضعیت نور د زغم نه‌دی."

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاسیت مسوول جوزف بورېل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاسیت مسوول جوزف بورېل

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر په افغانستان کې د بشري حقونو له امله روان نا مناسب وضعیت په نړۍ کې بې‌ساری وباله او زیاته کړه، دا هېواد باید له یاده و نه ویستل شي.

بورېل امنیت شورا په ته خپلو خبرو کې که څه هم له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د اړیکو پراخېدو ملاتړ وکړ، خو ترڅنګ یې په طالبانو د فشار راوستو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د "۲۷۲۱"پرېکړه‌لیک په پلي کولو هم ټینګار وکړ.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ښاغلي بورل د څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو وړاندې یې بېلابېلو چارواکو ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو لوریو حقونه خوندي دي.

بلخوا د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو کمېسیون ۶۸مې غونډې په دوام د افغانستان په اړه جوړ شوې ناستې ته، په دې سازمان کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق ویلي؛ واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی، نجونې او ښځې له خپلو حقونو بې‌‌برخې شوي او تاوتریخوالي سره مخ دي.

هغه زیاته کړې: "افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې ښځې او نجونې یې د زده‌کړو او کار له حقونو بې برخې دي."

د نجونو او ښځو د حقونو فعالې نجلا ایوبي بیا دې غونډې ته خبرو کې چې "په افغانستان کې له جنسیتي زاویې د بشریت پر ضد جنایت" په نوم جوړه شوې وه، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.

هغې په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت اظطراري وباله.

په ورته وخت کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو کمېسیون ۶۸مې غونډه کې د افغانستان په اړه له جوړې شوې ناستې وروسته، د افغان نجونو او ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو په یوه خبري غونډه کې د طالبانو په کړنو د نیوکې ترڅنګ؛ له هغوی سره د نړۍ تعامل تېروتنه وبلله.

فوزیه کوفي:"طالبانو ته هر اوونۍ ۴۰ میلیون ډالر ور کول کېږي. په دې موده کې یې د نړۍ له ډیپلوماټانو سره له زرو زیاتې لیدنې لرلې دي. دوی د سیمې له ډېرو هېوادونو سره عادي اړیکې لري. د سیمې هېوادونو ډیپلوماټان ور لېږلي او د دوی ډیپلوماټان یې منلي. "
فوزیه کوفي:"طالبانو ته هر اوونۍ ۴۰ میلیون ډالر ور کول کېږي. په دې موده کې یې د نړۍ له ډیپلوماټانو سره له زرو زیاتې لیدنې لرلې دي. دوی د سیمې له ډېرو هېوادونو سره عادي اړیکې لري. د سیمې هېوادونو ډیپلوماټان ور لېږلي او د دوی ډیپلوماټان یې منلي. "

له دوی یوې فوزیې کوفي وویل، په طالبانو د نړۍ له‌خوا هیڅ ډول فشار نه‌دی راوړل شوی.

کوفي زیاته کړه: "طالبانو ته هره اوونۍ ۴۰ میلیون ډالر ور کول کېږي. په دې موده کې یې د نړۍ له ډیپلوماټانو سره له زرو زیاتې لیدنې لرلې. دوی د سیمې له ډېرو هېوادونو سره عادي اړیکې لري. د سیمې هېوادونو ډیپلوماټان ور لېږلي او د دوی ډیپلوماټان یې منلي."

خو په دې خبري غونډه کې بیا فاطمه ګیلاني وویل، طالبانو سره له تعامل پرته بله لاره نه‌شته.

همدا ډول د افغان نجونو او ښځو د حقونو یو شمېر نورو فعالانو چې په دې خبري غونډه کې یې ګډون کړی و، له نړیوالې ټولنې او امنیت شورا غوښتنه وکړه چې د افغانستان په اړه یووالی ولري.

د دوشنبې په ورځ هم د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو کمېسیون ۶۸مې غونډه کې بېلابېلو لوریو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د حقونو د نه خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG