د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

بېوزلي، بېکاري او اقتصادي ستونزې؛ مرسل: روژې ته چمتووالی نه لرم


ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

د روژې د مبارکې میاشت په رانږدې کېدو سره په کابل ښار کې یو شمېر بېوزله کورنۍ وايي چې د سږنۍ روژې لپاره هېڅ ډول تیاری نه لري.

مرسل د پخواني جمهوري نظام یو له هغو کارکونکو څخه ده چې د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته په کور ناسته ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل، دا چې د بېکارۍ له امله يې اقتصادي وضعيت دا مهال ښه نه دى، نو د تېرو کلونو په څېر سږ کال د روژې لپاره سم چمتووالی نه لري.

هغه وايي: "د کورنیو ستونزې ډېرې دي. ما خپله هم چمتووالی نه دی نیولی. د امارت له واکمنېدو مخکې چې کله مې معاش درلود، بازار ته به تلم او د روژې لپاره به مې سودا اخیسته. له بده مرغه اوسمهال یواځې زه نه بلکې ټول له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. بس تېرو یې نو بله چاره نه‌شته."

نوموړې وويل چې د خپل درې کسيزې کورنۍ سرپرسته ده چې مور او يوازېنۍ خور يې په کې شامله ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او دا کار د هغو زرګونو ښځو د بېکارۍ لامل شوی چې د خپلو کورنیو له اقتصاد سره یې مرسته کوله او یا یې هم د خپلو کورنیو د مالي چارو بشپړ مسوولیت پر غاړه درلود.

د کابل یو شمېر نور اوسېدونکي هم د خپل ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د طالبانو له حکومته غواړي چې پر بازارونو جدي کنټرول ولري او په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو مخه ونیسي.

ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه. د روژې او اختر په رانږدې کېدو سره په دې ښار کې د توکو بیې لوړېږي.
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه. د روژې او اختر په رانږدې کېدو سره په دې ښار کې د توکو بیې لوړېږي.

يو له دوی څخه، مصور ازادي راډيو ته وويل چې ژوند يې ښه نه دى او اندېښنه لري چې كه د روژې په مياشت كې هټيوال نرخونه لوړ كړي، ښايي روژه يې له ستونزو سره تېره شي.

هغه وايي: "د روژې مبارکه میاشت راځي. د خلکو روزګار ډېر خراب دی، شخصاً زما، هیڅ کار او بار نه‌شته. له دولته غواړو چې د بیو له لوړوالي مخنیوی وکړي."

د کابل ښاریانو د معلوماتو له مخې، اوسمهال د کابل په بازارونو کې د يوې بورۍ اوړو بيه ١٥٥٠ افغانۍ، د یوې درې نیم منه بورۍ وريجو بيه ٢٧٠٠ افغانۍ او د يو دوه مني پیپ غوړيو بيه ١۴٦٠ افغانۍ ده.

دوی وايي چې اوسمهال نرخونه ډېر لوړ نه دي، خو د اقتصادي ستونزو له امله ورته په دغه نرخ هم د توکو اخیستل ستونزمن دي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ ادعا کوي چې د خوراکي او نورو توکو بازارونو کنټرولوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې توکي په لوړه بیه وپلوري.

د دې ادارې ویاند، نعمت الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل: "له دوه نیمو کلونو څخه ډېره موده کېږي چې د کابل ښاروالۍ په دې ښار کې نرخ نامې توزیع کړي دي او کنترولوي یې. اوس نرخونه ډېر ښه دي. موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې پر عمده پلورونکو، پرچون پلورونکو او یا پر خلکو ظلم وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې هر کال په افغانستان کې د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د خوراکي توکو بیې د تېر په پرتله لوړېږي او خلک په ځانګړي ډول بېوزلې کورنۍ له ستونزو سره مخ کېږي.

د بېوزلو کورنیو اندېښنې په داسې حال کې دي، چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې بېوزلي، بېکاري او اقتصادي ستونزې په بې ساري کچه زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له مخې، سږ کال په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG