د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

اوچا: له هرو اوو افغانانو یو یې له اوږد مهاله کورني بې‌ځایه کېدو سره مخ دی


ارشیف: په لوګر کې کورني بې ځایه شوي افغانانو خیمې
ارشیف: په لوګر کې کورني بې ځایه شوي افغانانو خیمې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۶،۳ میلیونه وګړي، یعنې په هرو اوو کسانو کې یو یې له اوږد مهاله کورني بې ځایه کېدو سره مخ دي.

اوچا د سه شنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه د یوه راپور په خپرولو ویلي چې افغانستان د کورني بې‌ځایه شویو له پلوه په جنوبي اسیا کې لومړی او په نړۍ کې دوهم ځای لري.

د اوچا د راپور له مخې، ډېرى دغه کسان له تېرې يوې لسيزې څخه د ډېرې مودې راهیسې د بېلابېلو لاملونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

اوچا وايي، په افغانستان کې د جګړو د پام وړ کمښت سره سره دا هېواد لا هم د اوږدمهاله بې ځایه کېدو، د چاودېدونکو توکو پراخې ککړتیا، د ښځو پر حقونو او ازادیو دوامداره محدوديتونو، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالي، د ماشومانو کار او په کم عمر کې د ودونو له امله د خوندیتوب بحران په لومړۍ درجه کې دی.

اوچا خبرداری ورکوي چې دا موارد په هېواد کې د بې ثباتۍ او کړکېچ لامل شوي او په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان تر نیمايي ډېر نفوس به بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ارشیف: په افغانستان کې کورني بې ځایه شوې کورنۍ
ارشیف: په افغانستان کې کورني بې ځایه شوې کورنۍ

دا په داسې حال کې ده چې ځينې کورني بې ځایه شویو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د جګړو، طبیعي پېښو او بې‌وزلۍ له امله یې خپل کورونه پرېښي او اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

آزاده چې له خپل خاوند او درې زامنو سره له کاپيسا ولايت څخه کابل ته بې ځایه شوې ازادي راډیو ته وویل: "مېړه مې له لاسۍ کراچۍ سره کار کوي، د کور خرڅ او کرایه نه‌شي پوره کولای. ستونزې، بې‌کاري او بې کوري ده، که یو څوک په کور کې ناروغ وي، درملنه یې نه‌شو کولای. زه خپله ناروغه یم، وينه مې میکروبي شوې او زیړی هم لرم، خو درملنه نه‌شم کولای."

احمدشاه له کندز ولایت څخه بې ځایه شوی او اوس د کابل ښار په کمپنۍ کې د بې ځایه شویو په کمپ کې ژوند کوي.

نوموړي وویل چې ٣٥ کورنۍ په دې کمپ کې ژوند کوي چې ټول يې له اقتصادي، د سر پناه نلرو او ماشومانو ته يې د زده کړو فرصت د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: "دلته زمونږ ستونزې ډېرې دي. ښوونځي نه‌شته، کلینیک نه‌شته، کورونه مو سم نه دي، د واورې او باران پر وړاندې مقاومت نه‌لري ان د ګرمۍ په وړاندې مقاومت نه‌لري."

احمدشاه زیاته کړه چې دوى له بې وزلۍ او بې‌کارۍ سره مخ دي او ډېرى کورنۍ دې ته اړې شوي چې خپل ماشومان کار ته واستوي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د کورني بې ځایه شویو لپاره د دوی د اقداماتو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو ياد وزارت په خپله ویبپاڼه کې ليکلي چې اوسمهال په افغانستان کې څه باندې ٣ لک او ٧٩ زره بې ځايه شوې کورنۍ شته او د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته ۱۷۶ زره کورنۍ بېرته خپلو اصلي سيمو ته ستنې شوې دي.

د اوچا د راپور له مخې، دا مهال په افغانستان کې د کورنيو بې ځایه شویو په ګډون شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG