د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

بولاني؛ د نړۍ د سلو غوره خوړو په نوملړ کې


بولاني د افغانستان له غوره هوسانه خوړو څخه ګڼل کیږي
بولاني د افغانستان له غوره هوسانه خوړو څخه ګڼل کیږي

په داسې حال کې چې د افغانستان نوم وتي خواړه پيرکي د "ټیسټ اطلس" ویب پاڼې کې د نړۍ د سلو غوره خوړو په نوملړ کې داځلي ۱۱ ځای خپل کړى، په افغانستان کې یو شمېر پيرکي پلورونکي وايي چې د خلکو د مالي وضعیت د خرابوالي له امله اوس پیرکي پخوانی بازار نه لري.

دوی وايي چې پخوا د خلکو اقتصادي وضعت ښه وو او ډیر خرڅېدل.

د دوی په خبره، پېرېدونکي ډېری محصلین او یو شمېر هغه کسان دي چې بازار ته د پېرلو لپاره ځي.

د کابل په ميرويس ميدان سیمه کې د پيرکيو يو پلورونکي دانش ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د پخوا په شان اوس ډېر پېرودنکي نه لرو. ښوونځي تړلي دي. پخوا به خلکو د ښوونځيو مخکې پيرکي اخيستل اوس د خلکو اقتصادي وضعيت ښه نه دی، خرڅلاو کم شوی دی، څوک دومره پېريکي نه اخلي."

د مزارشريف ښار اوسېدونکې نجيبه چې د نورو خوړو تر څنګ د دغه ښار د ښځو په باغ کې پيرکي پلوري، هم وايي چې ګټه وټه يې کمه شوې ده.

هغه زیاتوي:

"تېر کال څخه پېرودونکي کم دي، که شته، نو غواړي چې اشک له ٥٠ افغانۍ او پیرکي له لسو افغانيو هم ارزانه ورکړو. موږ وايو چې غوړي او اوړه ارزانه نه دي او زه هم هر څه په کيلو اخلم. "

نجيبه وايي چې د پيرکيو په پلورلو نشي کولى چې ٤٥٠٠ افغانۍ د کور کرايه او د خپلې کورنۍ نور لګښتونه پوره کړي.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان خوښ دي چې پيرکي د "ټیسټ اطلس" په ویب پاڼه کې یوځل بیا د نړۍ په ١٠٠ غوره خوړو په نوملړ کې شامل شوي او وايي، که څه هم دوی له بهر څخه د پيرکيو د پیرودلو توان نه لري، خودا خوندور خواړه په خپل کور کې پخوي.

د کابل اوسېدونکې ماریا وايي:

"درې یا څلور کسان راسره یو ځای شي او په شوق پيرکي پخوو یو کس بولاني ډکوي، یو کس یې سره کوي او یو کس یې جوړوي، اکثره د جمعې په ورځ یې پخوو، پيرکيو سره بايد تروې وي کنه مستې خو بايد وي"

د "ټيسټ اتلس" وېبپاڼه چې د نړۍ د ګوټ ګوټ خوره معرفي کوي، په دې وروستيو کې د نړۍ د ۱۰۰ غوره خوړو نوملړ اعلان کړی او د افغانستان پيرکي په دغه لېست کې ۱۱ ځای وګاټه.

دې وېبپاڼې نه دي ویلي چې دغه لېست څنګه او په کوم اساس چمتو کېږي، خو وړاندې یې ورته کړنو کې اعلان کړی و چې دغه لېستونه پرته له دې چې د هېواد، سیمې او توکمي توپيرونه په پام کې ونيول شي د زرګونو اصلي کاروونکو د نظریاتو پر بنسټ چمتو کېږي.

په ۲۰۲۳ کال کې د "ټیسټ اتلس" ویب پاڼې د درجه بندۍ له مخې، افغاني پيرکي د نړۍ د ۱۰۰ دودیزو خوندورو خوړو په منځ کې ۳۰م ځای خپل کوى و.

پيرکي د افغانستان یو له مشهورو او خوندورو خوړو څخه دی چې افغانان یې ډیر خوښوي، په ځانګړي ډول روژه کې روژه ماتي لپاره .

د دې راپور غږیزه بڼه د دې لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:27 0:00

XS
SM
MD
LG