د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

چاينکي لرغوني افغاني خواړه؛ کابل کې هغه رسټورانټ چې څه باندې اته لسيزې مخينه لري


د کابل کاه فروشۍ کوڅه کې د وحید د چاینکي رسټورانټ
د کابل کاه فروشۍ کوڅه کې د وحید د چاینکي رسټورانټ

که د کابل کاه فروشۍ له کوڅې تېر شوي ياست او چاينکي مو نه وي خوړلي نو وروسته به مو حتماً ارمان کړی وي.

په زوړ کابل کې د کاه فروشۍ کوڅه ده، شاوخوا مو په پخوانيو دوکانونو سترګې لګېږي چې له جګړې مخکې افغانستان دریادوي.

په دې کوڅه کې ماشومان، ځوانان او سپين ږيري په سودا بوخت دي.

په زوړ کابل یا د کاه فروشۍ کوڅه کې تقريباً د هر ډول توکو هټۍ شته، چې تر اوسه په هماغه پخوانۍ بڼه پاتې دي او څښتنان يې هم تر ډېره د لوړ عمر کسان دي.

په همدې کوڅه کې چې لږ مخته ولاړ شې دويم منزل کې له خټو جوړه یوه خونې ده چې د لرګي زينه ورختلې، دلته غرمه مهال بیروبار ډېر وي.

د وحید، مشهور په بچه بروت د چاينکۍ پخولو رسټورانټ له څه باندې اته لسيزو راهیسې نغرۍ نه دی سوړ شوی.

وحيد وايي، دا چې د خلکو جیبونه نن سبا تش دي نو اوس د خلکو ورتګ دغه رسټورانټ ته یو څه کم شوی دی.
وحيد وايي، دا چې د خلکو جیبونه نن سبا تش دي نو اوس د خلکو ورتګ دغه رسټورانټ ته یو څه کم شوی دی.

د رسټورانټ مسوول وحيد وايي، دا هوټل يې پلار چې په مير ميرزا مشهور و جوړ کړی دی.

دی وایي دې اتیا کلونو کې داسې ورځ نه دی شوې چې پخه کړې چاینګي پې پاتې وي.

نوموړی وايي: "په دې چاينکي کې د پسه غوښه ده، د زوړ کابل ځانګړي خواړه دي ، دلته سپين ږيري، پخواني خلک راځي، داسې خلک چې پخوا راتلل او اوس د پخواني ياد په خاطر راځي، د هر ولايت خلکو چې یې نوم اورېدلی دی دلته راځي."

خو وحيد وايي، دا چې د خلکو جیبونه نن سبا تش دي نو اوس د خلکو ورتګ دغه رسټورانټ ته یو څه کم شوی دی.

نوموړی وايي، د چاينکي پخولو هنر ورته له پلار ور پاتې دی او د هغه له مرګ وروسته له تېرو درې لسيزو راهيسې دی چاينکي پخوي.

هغه زیاتوي: "اوس هم ښه ده، خلک بد نه وايي، تعريف کوي، خو د پخوانيو چاينکي سره توپير لري، ځکه هغه (پلار) خو زوړ کارکوونکی و، ټول عمر يې په همدې کار (چاينکي پخولو) کې تېر کړی و، د هغه په پرتله خو زه نوی يم."

وحيد وايي، دوی د افغانستان له شمالي ولايتونو پسونه راوړي، دلته يې حلالوي، غوښه يې د ماښام له‌خوا په يخچالو کې ږدي او سهار ملا اذان يې چاينکو کې له تقسيم وروسته په اور کې ږدي چې پخه شي.

د کابل ولايت يو اوسېدونکی صفي‌الله چې دا مهال د وحید رسټورانټ کې د چاینکۍ کاسې ته ناست و راته یې وویل، چې شاوخوا ۶۰ کاله عمر لري او له تېرو څو لسیزو راهیسې د دې رستورانت مشتري دی.

هغه وویل: "ډېره مزه داره، ډېره ښه چاينکي ده، زه خپله ماشوم وم چې راتلم به او دا دی تر اوسه راځم، دا او شاګردان يې ټول ښه خلک دي، پنځه ورځې وروسته، شپږ ورځې وروسته چې له دندې خلاص شم، رخصتي ولرم، دلته راځم."

وحيد وايي، دوی د افغانستان له شمالي ولايتونو پسونه راوړي، دلته يې حلالوي، غوښه يې د ماښام له‌خوا په يخچالو کې ږدي او سهار ملا اذان يې چاينکو کې له تقسيم وروسته په اور کې ږدي چې پخه شي.
وحيد وايي، دوی د افغانستان له شمالي ولايتونو پسونه راوړي، دلته يې حلالوي، غوښه يې د ماښام له‌خوا په يخچالو کې ږدي او سهار ملا اذان يې چاينکو کې له تقسيم وروسته په اور کې ږدي چې پخه شي.

د ایمل په نوم د خوست ولايت اوسېدونکی د چاینکي بل خوښونکی دی.

نوموړي راته وویل: "زه په جمعه کې يو وار دلته راځم، ډېره ښه چاينکي ورکوي، ډوډۍ يې هم ډېره ښه ده، نظافت يې هم تاسو خپله ګورئ."

د چاینکي خوړولو لپاره لومړی په کاسه کې لومړی وچه ډوډۍ ميده کېږي او وروسته له چاينکې پرې د پسه غوښه او ښوروا اچول کېږي او بيا خوړل کېږي.

وحید د یوې خاطرې په اړه وویل: "ګرانه وروره زما خاطره دا ده چې ګڼه ګوڼه وي دلته، خلک وي، بيروبار وي، همدا زما ښه خاطره ده."

د یادونې ده، چې دا په کابل کې د چاينکۍ پخولو یوازېنی رسټورانټ نه دی، بلکې د کابل په نورو سیمو په ځانګړي ډول په زوړ کابل کې، چندول، ریکا خانې، بارانې، شوربازار او نورو سیمو کې نور داسې رستورانتونه هم شته چې خوندورې چاینکۍ پخوي.

دغه شان په ډېری ولایتونو کې هم په رسټورانټونو کې پخېږي.

XS
SM
MD
LG