د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د کاه فروشي کوڅه


د کاه فروشي کوڅه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

د کابل ښار د کاه فروشي کوڅې د نوم په اورېدو سره خلک داسې فکر کوي، چې دلته به بوس یا واښه خرڅیږي، خو دې کوڅې ته په ننوتو سره په پنجرو کې بند د ډول ډول مرغانو اوازونه د خلکو پام ځان ته اړوي. تقریباً هر دوکان ته یو کس ولاړ وي، چې یا کوم مارغه اخلي او یا یې پلوري. د کاه فروشي د دکاندارنو په وینا، په دې کوڅه کې داسې مرغان هم پلورل کیږي، چې له غربي او یا له ګاونډي هېوادونه څخه راوړل شوي دي، چې ځیني یې لکونه افغانۍ بیه لري. په دې کوڅه کې له مرغانو پرته، د ساتنې کبان، جنګي سپی، لېوان، هوسۍ او ځیني نور ژوي هم پلورل کیږي.

XS
SM
MD
LG