د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د کابل د کاه فروشي کوڅه!


د کاه فروشي کوڅه له پل خشتي جومات سره څېرمه جنوب لورته پرته ده، دا کوڅه له هغه وروسته جوړه شوې چې تيمورشاه دراني پايتخت له کندهاره کابل ته را انتقال کړ.

د تيمورشاه دراني په وخت کې د لومړي ځل لپاره په کابل کې د ګذرونو وېش وشو او دا کوڅه په هغه ویش کې شامله وه.

په لومړي سر کې يې دکانونه کم و، يواځې بوس به په کې خرڅيدل، وروسته د قصابي دکانونه هم په کې پرانېستل شول، ورو، ورو د کسب ګرو هم ورمخه شوه ، کابو پنځوس کاله له مخه د مارغانو دکانونه په کې ډېر شول، اوس يې ډېری دکانداران سندربول الوتونکي خرڅوي، په کوڅه کې د دوديزو خوراکونو څو دکانونه هم شته، په څلورو دکانونو کې يې خاورين لوښي خرڅېږي او د کوڅې لوديځ لور ته دکانداران ډېری محلي لباسونه پلوري.

د کاه فروشي کوڅه کابو يو نيم متر سور لري، يو سر يې پخوانۍ چهار چتې او بل زړې منډوي ته وتلی دی، د سيمې د سپين ږيرو په حواله په دې کوڅه کې اوس تر سلو ډېر دکانونه پرانيستي وي نور معلومات په خپرونه کې واورئ:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:00 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG