د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د کندز په امام بندر هډه کې د ۵۰ کلن 'چاینکي' رسټورانټ تود بازار


د امام صاحب چاینکي
د امام صاحب چاینکي

د کندز ښار په امام صاحب بندر کې یو رسټورانټ له پنځوسو کلونو راهیسې خپلو پېرودونکو ته یوازې چاینکي پخوي. دا رستورانټ د چاینکیو په پخولو کې دومره شهرت لري چې ان د بغلان او تخار ولایت څخه ورته خلک ورته ورځي.

دا ښايي کندز کې د ګوتو په شمار د پخواني رسټورانټونو څخه یو وي. ودانۍ یې خټینه او زړه او دننه سالون یې له لوګیو ډک، خو تود دی. په دیوالونو یې پخوانۍ منظرې لګېدلې. له لوګیو په ډک سالون کې اخوا دیخوا پر تختونو ناست کسان ښکاري.

د دې رسټورانټ ټول پیرودونکي د ژمي په سړه هوا کې د دې ځای د مشهورې چاینکي په خوراک پسې راغلي دي.

چاینکي په افغان رسټورانټونو کې له مشهورو خوړو څخه یو دی. چاینکي ورته ځکه وايي چې د پسه غوښه او د لم وړې ټوټې چاینکو کې اچول کېږې او بیا چاینکه د اور پر سر کېښودل کېږي او پخېږي.

د امام صاحب ولسوالۍ
د امام صاحب ولسوالۍ

د دې رسټورانټ څښتن ۴۰ کلن حبیب الله وايي چې د چاینکي پخول هغه ته له خپل پلاره په میراث پاتې او هره ورځ له ۲۰۰ زیاتې چاینکې پخوي: "موږ لومړی د شپې له خوا غوښه وړه – وړه کوو بیا ورسره مالګه ګډوو. سهار ټولې چاینکې پرېمینځو او بیا په هرې چاینکه کې غوښه، رومي، پیاز او نورې مسالې اچوو او بیا چاینکه پر اور ږدو څو پاخه شي."

حبیب الله وايي، د کندز سربېره ان له ګانډیونو ولایتونو څخه هم خلک د ده رسټورانټ ته د چاینکي خوړلو لپاره ورځي.

په رسټورانټ کې یو سپین ږیری غلام حیدر وايي: "زه د چاینکي خوړلو لپاره اوونۍ کې دوه- درې ځلي دې رسټورانټ ته راځم. یوازینې هېله مې دا ده چې سوله راشي او ټول خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي."

د کندز ښار بل اوسېدونکی ۴۵ کلن نورالدین هم د چاینکي مینوال دی وايي، ۲۰ کاله کېږي چې دې رسټورانټ ته راځي: "دې رسټورانټ کې بېرو بار زیات دی. دلته خلک له ولسوالیو او ان له نورو ولایتونو څخه د چاینکي لپاره راځي، ځکه ډېره ښه چاینکي پخوي."

نورالدین وايي، په هېواد کې ډېر داسې څه شته چې که سوله وي، سړی ترې خوند اخېستلی شي.

که څه هم اوس افغانستان کې د بهرنیو خوړو وړاندې کوونکي رسټورانټونه هم پرانېستل شوي چې پر خپلو پیرودونکو پیتزا، بېلابېل برګرونه، سنډوېچ او نور خوري، خو داسې ښکاري چې د افغاني خوړو ځای نه شي نیولی او لا هم هغو رسټورانټونو کې ګڼه ګوڼه زیاته ده چې افغاني خواړه په افغاني بڼه خپلو پېرودونکو ته وړاندې کوي.

د حبیب الله د چاینکي رسټورانټ یو له همدې رسټورانټونو څخه یو دی چې څښتن یې وايي، که سوله او امن وي، کاروبار به یې تردې هم پراخ او بازار به یې تود وي.

XS
SM
MD
LG