د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

ځوان څرخګر


ځوان څرخګر
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

د کابل په کاه فروشي کوڅه کې د شېر شاه عزیزي په نامه یو ځوان څرخ ګري کوي. دی چې یو وړوکی دوکان لري، وايي چې، لس کاله کیږي، دغه کسب ته ناست دی. شپږ کاله یې شاګردي کړې او وروسته له هغه یې ځان ته دغه دکان پرانیستی دی. شېر شاه عزیزي وايي د اهنګرۍ او څرخګرۍ کسب له حضرت داوود (ع) څخه په میراث پاتې دی نو له همدې امله دی هم له خپل کسب نه ډېر خوښ دی. د ازادي راډیو کارکوونکي ابراهیم صافی په کابل کې د کاه فروشۍ کوڅې ته ورغلی او دغه لنډ ویډیویي راپور یې چمتو کړی دی.

XS
SM
MD
LG