د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

ایا د کابل کاه فروشۍ کوڅې ته تللي یاست؟


د کابل په لوی او د ګڼې ګوڼې نه په ډک ښار کې ډېرې اوسنۍ او پخوانۍ ودانۍ شته، ځینې یې ډېرې کوچنۍ او کلاسیکې مګر ځینې نورې یې برعکس بیا ډېرې لویې او موډرن دي.

د پُل خشتي جومات جنوب لور ته یوه تنګه او ډېره پخوانۍ کوڅه موجوده ده، که سر ورښکاره کړئ نو د ګڼې ګوڼې معلومات به یې درته وشي چې یوه شېبه هم له شور او زوږه نه خالي کیږي.

د دغې لرغونې کوڅې پراخوالی به شا او خوا یو نیم متر وي، چې له پخوانۍ چهار چتې پیل او پر زړه منډوي پای ته رسي، دوکانونه یې په پخوانۍ نقشه جوړ شوي، یادې کوڅې ته د کاه فروشي یا د پروړې خرڅلاو کوڅه وايي.

موږ ننۍ ژوند په شېبو کې خپرونه د کابل کاه فروشۍ کوڅې تاریخ،ارزښت او اوسني وضعیت ته ځانګړې کړې د.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG