د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د افغانستان پیرکیو د دودیزو خوړو د معرفۍ په سیالۍ کې دېرشم مقام خپل کړ


ارشیف
ارشیف

د افغانستان پیرکیو د دودیزو خوراکونو د معرفۍ په سیالۍ کې دېرشم مقام خپل کړ.

که څه هم په افغانستان کې دننه به چا ته افغاني بولاني یا پیرکي ساده خواړه ښکاري، خو اوس یې د نړۍ د ګڼو هېوادونو پام ځان ته اړولی دی.

ټېسټ اطلس، په ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ د سلو دودیزو ډوډیو په انلاین معرفۍ کې د افغانستان پیرکی په دېرشم مقام کې راوستلی دی.

د خوراکي توکو په دغه ویبسایټ کې ویل شوي چې دغه درجه بندي د څه باندې څلورزره هغو کسانو د نظرونو او رایو پر اساس برابره شوې، چې د ویبسایټ واقعي کاروونکي یا یوزران دي.

ټېسټ اطلس وايي، د دې درجه بندۍ هدف یې د محلي خوراکونو دودول او د محلي- دودیزو خوړو ازمویلو ته د خلکو د انګېزې هڅول دي.

په دې ویبسایټ کې د بېلابېلو خوراکونو دستورالعملونه، د کره کتونکو نظرونه او د خوراکونو په اړه څېړنیزې لیکنې خپرېږي.

د دې ویبسایټ د افغانستان په برخه کې د بولاني تر څنګ د افغانستان نور مهم خوراکونه لکه کابلي پلو، منتو، جلبي، د بانجانو بوراني، ګوش فیلو، د کډو بوراني، اشک، ماش اوه (آبه)، چوپان کباب، اش او نور خلکو ته معرفي شوي دي.

د مالېزیا 'روټي کانای' ډوډۍ لومړی، د هند یو ډول ډوډۍ چې هوږه په کې وي دویم و اد ایران بربري ډوډۍ درېیم مقام خپل کړی دی.

د ۲۰۲۳م کال په درجه بندۍ کې، د ایران سنګک ډوډۍ یوویشتم، شیرمال ډوډۍ دوه ویشتم او تافتون ډوډۍ نهه څلوېښتم مقام خپل کړی دی.

XS
SM
MD
LG