د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

بلخ کې دوه ښځې د «مېرمن هاوز» رسټورانټ مدیریت کوي


دوه بلخي ښځو د «مېرمن هاوز» تر نامه یو ځانګړی رسټورانټ پرانېستی چې مدیریت یې ښځې کوي، خو چوپړیتاوې یې عامې دي.

نوریه ندا او نوریه عطايي دوه بلخي ځوانې ښځې دي چې وايي، د ځان بساینې او د سوداګرۍ د مدیریت په برخه کې د ښځو د وړتیاو د ښودلو په هدف یې دا رسټورانټ پرانېست.

د دغو ښځو له‎خوا د مېرمن هاوز رسټورانټ جوړول د افغانستان په څېر سُنتي ټولنه کې ډېر کم سابقه کار دی او د دې رسټورانټ څښتنې وايي چې په ۱۵زره امریکايي ډالرو یې خپل کار پیل کړی او هیله لري، د وخت په تېرېدو سره د خپلې پانګونې کچه څو برابره زیاته کړي.

نوریه عطایي چې د دې رسټورانټ په جوړېدو کې یې فعاله ونډه درلوده، ازادي راډیو سره په خبرو کې یې وویل چې د یاد رسټورانټ له جوړولو یې هدف دا هم دی، څو وښايي چې په ټولنیزو او سوداګریزو چارو کې باید جنیستي برابروالي ته کار په دې سنتي ټولنه کې لا زیات کار وشي.

مېرمن عطايي
مېرمن عطايي

اغلې عطايي وویل:

"نجونې او ځوانې ښځې هم کولی شي چې له نارینه‎وو سره هم مهاله په ټولنه کې فعالیت ترسره کړي. دوی له دې وړتیاوو برخمنې دي او موږ وغوښتل چې جنسیتي برابروالی په عمل کې وښايو."

نوریې عطايي له حکومته وغوښتل، څو په مختلفو برخو کې په ځانګړي ډول پانګونو ته د ښځو د هڅولو په برخه کې زمینه مساعده کړي او امنیت یې خوندي وساتي.

په‎دې رسټورانټ کې چې ۹ مېرمنې په کار بوختي دي، د ۶۰ مېلمنو ظرفیت لري او پر یوه وخت افغاني او بهرني خواړه هم برابرولی شي.

دوه نجونې چې افغاني خواړو د خوړولو لپاره دلته راغلي دي، د دې اقدام په اړه وايي:

"زه فرحد رسا یم، د ښځو له‎خوا د دا ډول کړنو په اړه ویاړم، ځکه چې په‎دې سره هم نورو ښځو ته د کار زمینه برابرېږي او ښځې هم کولی شي د یو بل ترڅنګ په ډاډه زړه ټولنې ته کار وکړي.

-زما نوم مریم دی، زموږ په شان سُنتي ټولنو کې داسې کار ترسره کول، ډېر ستونزمن دی، خو زه د دا ډول رسټورانټ په جوړېدو ډېره خوشحاله یم، ځکه مدیریت یې ښځې کوي او چوپړتیاوې یې عامې دي."

دا په‎داسې حال کې ده چې څو موده دمخه هم په مزارشریف ښار کې ښځو ته د موتړ چلونې د زده‎کړې ځانګړی مرکز پرانېستل شو، بلخ د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی چې هر کله په‎کې ښځې توانېدلي، ترڅو د پام وړ ټولنیز فعالیتونه ترسره کړي.

راپور: مجیب‎الرحمن حبیب‎زی- بلخ

XS
SM
MD
LG