خواړه د ژوند یوه مهمه اړتیا ده، د ژوند د پایېښت لپاره انسان اړ دی چې خواړه وخوري او د دغو خوړو په خوړلو کې هر انسان ځانګړی ذوق لري، خو کله ناکله دا ذوقونه دومره پراخه شي چې د یوې ځانګړې قبیلې او قوم پورې اړیکه پېدا کړي.
هره ټولنه،قبیله او قوم ځانګړي عنعنوي خواړه لري چې له بل هر ډول خوړو یې ډېر استعمالوي.
که چېرې موږ د کوچیانو د خوړو یادونه کوو، نو حتمي به مو په ذهن کې د پسونو وچه غوښه،کورت،زېړ غوړي، د مېږو شيدې،مستې او داسې نور راځي.
د ټولې نړۍ بیلابیل اوسیدونکي، په ځانګړیو قبیلو او ټبرونو ویشل شوي چې د هرې سیمې اوسیدونکي یې ځانګړي دودونه،رواجونه، خویونه او ان بیلابیل خواړه لري.
په افغاني ټولنه کې هم بیلابیلې سیمې ځانګړي خواړه لري، څوک د غوربند شوله یادوي، څوک د خوست ډنډکی او څوک بیا د مومند شوروا، دا ټول خواړه د ځانګړیو سیمو پورې اړیکه پېدا کوي.
کوچیان هم یو له هغو ډلګیو څخه دي چې د ژوند له ډېرو لومړنیو وسایلو کار اخلي، دوی اکثری وخت له سمې ډېر لرې په غرونو کې اوسي او خپله مالداري ساتي، پرته له شکه د سیمې له نورو اوسیدونکو سره یې د خوړو ځانګړی توپیر موجود دی.
ملک نیاز ګل وايي، کوچیان هڅه کوي چې له طبیعي خوړو ډېره استفاده وکړي چې له همدې امله دوی ډېر تندرست او صحتمند دي.