د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

د ډنډکي د پخولو ځانګړی مهارت


تاسې به حتمي د ډنډکي او غوربندۍ شولې نومونه اورېدلي وي او ښايي خوړلې مو هم وي، دا د افغاني ټولنې هغه دودیز خواړه دي چې له سلګونو کلونو راپه دېخوا په افغاني ټولنه کې رواج لري او د یوې ځانګړې جغرافیې پورې اړیکه پېدا کوي.

ډنډکی د خوست ولایت اړوند سیمو کې دودیز خواړه دي او غوربندۍ شوله د پروان ولایت د غوربند سیمې اړوند خواړه دي چې په ټوله افغاني ټولنه کې یې ځانګړی شهرت موندلی.

د نړۍ ټولې سیمې د ځانګړیو دودونو تر څنګ ځانګړي دودیز خواړه لري چې دا خواړه بیا د هغې سیمې په نوم او یا هغه سیمه د دغو خوړو په نوم د شهرت لوړو پوړېو ته رسیږي.

ډنډکی چې د لویې پکتیا اړوند سیمو دودیز خواړه دي، دا مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترې خلک استفاده کوي او هڅه کوي چې د یخنۍ په موسم کې ډنډکی جوړ کړي.

د ډنډکي پخول ځانګړی مهارت لري او د خوړلو ځانګړې طریقه لري په اړه به یې د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ له اوسیدونکي محمد ظاهر سره مرکه واورئ.

د خوست اوسیدونکی زمرد خان منګل بیا وايي چې اکثری وخت ډنډکی په ځانګړېو مراسمو کې پخیږي او کله کله د نورو سیمو میلمانه که د دوی کورونو ته راځي نو دوی ورته ډنډکی پخوي، ښاغلی منګل وايي چې د ډنډکي په برابرولو کم مصرف راځي کله چې ملګرو ته میلمستیا کوي نو ډنډکی پخوي او ملګري یې هم د همدغو خوړو غوښتنه کوي.

۵۷ کلن ملک ګل زمان کوچی وايي چې دوی هم د ډنډکي خواړه ډېر برابر کړي، خو د دوی د پخولو چاره بیا دلویې پکتیا د خلکو سره لږ څه توپیر کوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:15 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG