د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

کاناډا کې یو افغاني رستورانت ډاکترانو ته وړیا خواړه وېشي


نان و کباب رستورانت
نان و کباب رستورانت

(نان و کباب) د کاناډا په تورنتو ښار کې د افغانانو له مشهور رستورانتونو څخه دی.

دغه رستورانت هره ورځ له ۵۰ تر ۱۰۰ خوراکونو افغاني ډوډۍ په وړیا ډول ډاکترانو او د روغتونونو کارکوونکو ته وېشي.

د دغه رستورانت مالک تمیم صدیقي وايي، دا کار کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو خدمتونو ته د درنښت په دود ترسره کوي.

ښاغلی صدیقي وايي، له تېرو ۱۰ کلونو راپه دې خوا، په یاده برخه کې فعالیت لري او هر کال د روژې میاشت کې جوماتونو ته وړیا ډوډۍ وېشي.

خو نوموړی وايي، اوس چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو له وېرې جوماتونه تړل شوي دوی د روغتیايي کارکوونکو خدمتونونو ته د ارزښت په دود دغه ډوډۍ په روغتونونو وېشي.

ښاغلي صدیقي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی په اوونۍ کې دوه ورځې دا کار کوي کوي.

د نان و کباب رستورانت مالک تمیم صدیقي
د نان و کباب رستورانت مالک تمیم صدیقي

هغه زیاته کړه: "د نان و کباب رستورانت به هر کال د روژې په میاشت کې جوماتونو ته وړیا ډوډۍ وېشله، خو اوس چې د کرونا ویروس له امله جوماتونه تړل شوي، موږ تصمیم ونیو چې په تورنتو ښار کې د روغتونونو کارکوونکو ته په اوونۍ کې دوه ورځې افغاني ډودۍ چې په خپله مینو کې یې لرو ووېشو."

تمیم صدیقي په افغانستان کې دننه هم له رستورانت لرونکو غواړي چې په دا شان شرایطو کې چې روغتیايي کارکوونکي له کرونا ویروس سره په مبارزه بوخت دي، که کولای شي د دوی خدمت ته ودانګي.

هغه زیاته کړه: "په دې بحراني شرایطو کې چې کوم کار په روغتونونو او کلینیکونو کې، ډاکتران، نرسان او روغتیايي کارکوونکي کوي دوی د کرونا ویروس په وړاندې د جبهې په اوله کرښه کې دي، هر شېبه‌یې په دې ویروس د اخته کېدو امکان شته، دا کار چې موږ تورنتو کې کوو که دوی‌یې په کابل او نورو ښارونو کې وکړي او روغتونونو ته ډودۍ ورکړي، نو دا به مو ثابته کړې وي چې د دوی کار ستایو او ملاتړ ترې کوو."

د کاناډا په تورنتو ښار کې یو افغان ځوان په داسې حال کې دا کار کوي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس په خپرېدو سره د خوراکي توکو نرخونه په بازارونو کې په بې‌ساري ډول لوړ شوي او د دغه هېواد حکومت د سوداګرو له‌خوا د توکو د احتکار خبره کوي.

نان و کباب رستورانت
نان و کباب رستورانت

په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه څلور ډاکتران مړه شوي او د یو شمېر د مثبتو پېښو او د ډېریو د مشکوکتیا او قرنطین کېدو په اړه ویل شوي دي.

د افغانستان په هرات ولایت کې تېره ورځ د کرونا ویروس سره د مبارزې او د ډاکترانو او روغتیايي کارکونکو خدمتونو ته د درنښت او د دوی د هڅونې په هدف د دوی عکسونه د ښار په دېوالونو نصب شول.

XS
SM
MD
LG