د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

هرات کې روغتیايي کارکوونکي هڅول شوي


ارشیف
ارشیف

د هرات محلي چارواکو د روغتیايي کارکوونکو د هڅونې په هدف د هغوی لوی عکسونه چاپ او د ښار په بېلابېلو برخو کې راځوړند کړي دي.

د دوی په خبره د ډاکټرانو او نرسانو د دغو عکسونو د چاپ عمده هدف د هغو کسانو هڅول دي، چې د کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادۍ راډیو ته وویل: "د هرات ولایت مقام د ډاکټرانو د هڅونې، د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د پرله پسې نه ستړي کېدونکو قربانیو د درناوي لپاره، د ګرانو ډاکټرانو د پوسټرونو لګولو اقدام کړی دی، دا لړۍ به روانه وي."

په روغتونونو، روغتيايي مرکزونو او د قرنطین په محلونو کې ډاکټران او نرسان په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ د اخته کېدو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

په هرات کې تر اوسه ۵۰ ډاکټران او نرسان په کرونا وایروس اخته شوي دي.

په ټول افغانستان کې په کرونا ویروس تر ۱۱۰ ډېر روغتیايي کارکوونکي اخته شوي او ۴ ډاکټران یې مړه کړي دي.

د هرات حوزوي روغتون د انتاني څانګې مسوول محمد ابراهیم بسیم په کوویډـ۱۹ له ډېرو اخته کسانو سره په تماس کې دی، خو وايي د خپلو هېوادوالو د ژغورنې لپاره یې دا خطر پر ځان منلی دی.

هغه زیاته کړه: "دا چې د دوی عکسونه په ښار کې پر بېلبورډونو لګول شوي، په رواني لحاظ یې ډاکټرانو ته یو تازه ځواک ورکړ، چې لا هم د ناروغانو خدمت وکړي، ځانونه یوازې ونه ګڼي او پوه دې شي چې خلک یې ملاتړي دي."

د هرات اوسېدونکي وايي دوی هم د ډاکټرانو او نرسانو قدردانی کوي، چې په سختو شرایطو کې یې جدي خطر پر ځانونو منلی او په کرونا وایروس یا کوویډـ۱۹ د اخته کسانو خدمت ته ولاړ دي.

دوی وايي حتی د دغو ډکټرانو د خوندیتوب وسایل او امکانات ډېر کم دي، چې دې کار په دې وایروس د دوی د اخته کېدو خطر زیات کړی دی.

رامین د هرات اوسېدونکی دی وايي: "له مرکزي حکومت غوښتنه کوو، چې دغو ډاکټرانو او نرسانو ته طبي امکانات، لوازم او تجهیزات برابر کړي، چې هغوی له پټ دښمن سره مقابله وکړي او له دغه لوی خطر څخه خلک وژغوري."

هرات د افغانستان په سطحه له هغو ولایتونو دی، چې په کرونا ویروس په کې ډېر کسان اخته دي.

د هرات روغتيايي چارواکو ویلي، چې د کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ په وړاندې د اغېزناکې مبارزې لپاره د تنفسي ناروغیو نورو متخصصانو ته اړتیا لري.

کوویډـ۱۹ ناروغي لا هم کومه ځانګړې درملنه یا واکسین نه لري، ډاکټران سپارښتنه کوي، د دې لپاره چې خلک په دې ناروغۍ اخته نه شي، وقایوي تدابیر دې زیات کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان خلکو ته سپارښتنه کړې چې له نورو لږ تر لږه یو متر فاصله ولري، د ورځې په بهیر کې لاسونه په وار- وار لاسونه په صابون پریولي، خپلې پزې، سترګو او خولې ته دې لاس نه وروړي.

XS
SM
MD
LG