د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

برادر: ځینې بانکونه لا هم د نغدو پيسو د ورکولو په برخه کې له ستونزې سره مخ دي


ارشیف: په افغانستان کې د یوه خصوصي بانک یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د یوه خصوصي بانک یو انځور

د طالبانو د حکومت د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال وايي، یو شمېر بانکونه لا هم د نغدو پيسو د ورکولو په برخه کې له ستونزې سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د لومړي ځل لپاره د طالبانو د حکومت د اقتصاد عالي شورا د رهبرۍ، د مالي ثبات د کمېټې او د بانکونو د ونډه‌والو په دویمه اقتصادي غونډه کې تایید کړه چې یو شمېر بانکونه د نغذو پيسو په ورکولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت د رياست الوزرا د اقتصادي مرستیال پر ايکس‌پاڼه ليکل شوي چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک په کوربه‌توب په‌دې غونډه کې ملا عبدالغني برادر د دغو بانکونو له ونډه‌والو وغوښتل چې د يادې ستونزې په هواري کې همکاري وکړي.

د طالبانو د حکومت د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د حکومت د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

خو هغه د کوم مشخص بانک یادونه ونه کړه.

په ورته وخت کې د سوداګرو په ګډون د یو شمېر بانکونو مشتريان وايي، لا هم له یو شمېر خصوصي بانکونو د پیسو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

د افغان سوداګرو له ډلې انور افغان وايي، سره له‌دې چې بانکي ستونزې تر یوه بريده هوارې شوې، خو لا هم نه‌دی توانېدلی چې خپلې هغه پيسې چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې په بانک کې اېښې وې، په بشپړه توګه ترلاسه کړي.

افغان وویل: "کومې پيسې چې د جمهوريت له وخت زموږ اکاونټونو کې بندې دي، ځينو بانکونو ورکړي دي، ځينو نه‌دي ورکړي ورسره باقي دي. ما خپله په ميوند بانک کې پيسې بندې دي، نه يې راکوي، خو کومې پيسې چې د امارت وخت کې چا بانکونو کې جمع کړي وي، هغه په عادي ډول ورکوي."

هغه ادعا وکړه چې اوس هم د افغانستان بانکونو او بهرنیو بانکونو ترمنځ د بانکي راکړې ورکړې په برخه کې ستونزې شته او سوداګر نه‌شي کولای خپلې پیسې له افغانستانه بهر ولېږدوي او یا هم له بهر څخه رالېږل شوې پیسې په اسانۍ ترلاسه کړي.

په کابل کې د خصوصي بانکونو یوه بل مشتري چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم له يادولو ډډه وکړه ازادي راډیو ته يې وویل: "کله چې حکومت (د طالبانو حکومت) خبر ورکړي چې تاسو کولی شئ ټاکل شوې پیسې له بانک څخه وباسئ، کله چې موږ بانک ته ورشو، دوی وايي چې موږ دا مقدار پیسې نه‌شو ورکولای، دا هغه ستونزې دي چې موږ په افغانستان کې ورسره مخ یوو."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته، په هېواد کې بانکي خدمات ګډوډ شول او د خصوصي بانکونو په ګډون د بانکونو په څانګو کې شپه او ورځ د خلکو اوږده کتارونه ولاړ وو، چې ټول له دې بانکونو څخه د پیسو ایستلو په هڅه کې وو.

په لومړي سر کې له بانکي حسابونو څخه د پیسو ایستل له سختو محدوديتونو سره مخ وو، خو څو میاشتې وروسته دغه محدودیتونه کم شول، د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک د وروستۍ خبرتيا له‌مخې، انفرادي حساب لرونکي کولای شي اوونۍ کې ۱۰۰۰ ډالر، یا ۷۰،۰۰۰ افغانۍ او په مياشت کې ۳۰،۰۰ ډالر او یا ۲۵۰زره افغانۍ له خپل حساب څخه ترلاسه کولی شي.

ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي بانک مخې ته ګڼه ګوڼه
ارشیف: په کابل کې د یوه خصوصي بانک مخې ته ګڼه ګوڼه

همدارنګه، خصوصي او دولتي شرکتونه کولی شي په میاشت کې د خپلو حسابونو ۵سلنه چې له ۱۰۰زره ډالرو څخه زیات نه وي له بانکونو ترلاسه کړي، خو د یو شمېر خصوصي بانکونو مشتریان ادعا کوي چې د بانکونو له‌خوا ياد موارد نه عملي کېږي.

د دې ترڅنګ د طالبانو له بياځلي واکمنۍ سره د افغانستان بانک چې د طالبانو په کنټرول کې دی له ۹ میلیاردو ډالرو ډېره شتمنۍ په امریکايي او اروپايي بانکونو کې کنګل شوې او دې مسئلې د خصوصي بانکونو په ګډون د افغانستان په بانکونو کې ستونزې رامنځته کړې.

له‌دې منځه، د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د امریکا د حکومت له پرېکړې وروسته د افغانستان کنګل شوې پانګې ۳،۵ میلیارده ډالرو لپاره په سويس کې د افغانستان وجهي صندوق جوړ شو چې د اړتیا په وخت کې د افغانانو د اقتصادي او بشري ستونزو د حل لپاره وکارول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG