د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

د طالبانو د کابینې لخوا د دولتي پورونو د ورکړې پرېکړه


د افغانستان د مالیې وزارت ودانۍ - تصویر له ارشیفه
د افغانستان د مالیې وزارت ودانۍ - تصویر له ارشیفه

د یو شمېر ساختماني شرکتونو له شکايتونو او پرله‌پسې غوښتنو وروسته د طالبانو حکومت کابينې پرېکړه کړې، د دوی د هغو تړونونو پيسې ورکړي چې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته یې پروژې نيمګړې پاتې دي.

د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت پر وېب‌پاڼه تېره ورځ په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي، دا پيسې به د شرکتونو له تثبيت وروسته ورکول کېږي.

په اعلاميه کې ويل شوي، ډېری شرکتونه چې تېر حکومت سره يې قراردادونه کړي او هغوی ته يې خپل حقونه نه وو ورکړي، د شرکتونو د مسوولينو له غوښتنې وروسته او د ټول‌ګټو پروژو د بشپړېدو په موخه دوی هغوی ته هغه اندازه پيسې چې بندې کړي يې دي، ورکوي.

په اعلاميه کې دا هم راغلي، د طالبانو د حکومت د کابينې د پرېکړې پر بنسټ د ماليې وزارت په ګډون له بېلابېلو دولتي ادارو يوه ګډه کمېټه جوړه شوې، چې ياد ساختماني شرکتونه مالوم کړي چې د اعلاميې په ټکو تر اوسه ۲۶ شرکتونه تثبيت شوي او پيسې به ورکړل شي.

هم‌مهاله، د ساختماني شرکتونو يو شمېر مسوولين د طالبانو د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي وايي، دوی په‌دې اړه طالب چارواکو سره بيا بيا غونډې ونيولې، څو يې د پيسو د ورکړې ستونزه هواره شي.

د یو شمېر ساختماني شرکتونو مسوولین شکایت لري چې د افغانستان پر دولت یې لسګونه افغانۍ پورونه پاتې دي
د یو شمېر ساختماني شرکتونو مسوولین شکایت لري چې د افغانستان پر دولت یې لسګونه افغانۍ پورونه پاتې دي

د ودان ساختماني او سړک جوړونې د ټولنې مرستيال او د حق‌پرست ساختماني شرکت رئيس ډاکټر محمد رياض زرمتی وايي، د ټولو ساختماني شرکتونو چې له تېر حکومت يې پروژې نيم‌ګړې پاتې دي دولتي ادارو سره ۶۵مليارده افغانۍ بندې دي:

هغه زیاتوي:

" موږ سره بېلابېلې پروژې وې، يوه پروژه مو د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ، د څلورم لاټ سړک پروژه وه، چې تقريباً ۳۰سلنه کارونه مخته تللي وو، نور نيم‌ګړی پاتې شو. دا کار د جمهوريت پر مهال د ۲۰زرم شمېره کوډ بندېدو څخه وروسته د ټولو شرکتونو پروژې بندې شوې."

عطا محمد هلواک چې د هېواد باګرام ساختماني شرکت اجرايوي مشر دی او د سنايي غزنوي په نوم د يو ښارګوټي جوړولو پروژه يې په قرارداد اخيستې وه، ازادي راډيو ته وويل:

" موږ د سنايي غزنوي ښارګوټي په نوم پروژه لرو چې هلته موږ شپږو شرکتونو فعاليت درلود، له سياسي بدلون وروسته تر ننه چې څه کم دوه‌نيم کلونه کېږي، د ملي پراختيا له شرکت سره زموږ دغو شرکتونو يو ميليارد افغانۍ پاتې دي. تر اوسه موږ ته هيڅ ډاډ هم نه‌دی راکول شوی چې يادې پيسې به په څومره وخت کې درکول کېږي او پاتې کارونه به څه وخت بشپړوئ."

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د بېلابېلو ساختماني شرکتونو څښتنانو چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال يې قراردادي پروژې اخيستې او د طالبانو له بياځلي واکمنېدو سره سم ترې نيم‌ګړې پاتې شوې، ازادي راډيو سره خبرو کې ويلي، دوی څو څو ځله د طالبانو حکومت اړونده ادارو ته ورغلي دي، خو تر اوسه دا پيسې نه‌دي ورکول شوي.

د طالبانو مالیې وزارت ویلي چې د پورونو د ورکړې پرېکړه، د طالبانو د حکومت کابینې کړې ده
د طالبانو مالیې وزارت ویلي چې د پورونو د ورکړې پرېکړه، د طالبانو د حکومت کابینې کړې ده

دا چې د طالبانو حکومت له‌دې پرېکړې وروسته به ساختماني شرکتونو ته د دوی پيسې څومره وخت کې او په څه ډول ورکول کېږي، په‌دې اړه مو وغوښتل د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت د مسوولينو نظر ولرو، خو وياند يې احمدولي حقمل د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د شرکتونو مسوولين وايي، په ټول افغانستان کې د سلګونه ساختماني شرکتونو پيسې له ټولو وزارتونو سره چې بېلابېلو برخو کې يې ورسره قراردادونه کړي وو، بندې پاتې دي.

د یادونې ده، د طالبانو حکومت داسې مهال هغه ساختماني شرکتونو ته چې په افغانستان کې د نظام تر بدلون ورسته یې پروژې نيم‌ګړې پاتې دي د دوی د پاتې پیسو د ورکړې پرېکړې کوي چې د دوی د اقتصاد وزارت ویاند رسنیو ته ویلي، نړیوال بانک به هم خپلې ۴۵ نیمګړې پروژې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې کار درېدلی، تمویل او بېرته پیل کړي.

XS
SM
MD
LG