د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۴

د ودانیزو شرکتونو ټولنه: نږدې ۸۰ سلنه خصوصي شرکتونه له سقوط سره مخ دي


د افغانستان د ودانیزو شرکتونو ټولنه وايي، حکومت د دې تر څنګ چې له تېرو څو کلونو راهیسې يو شمېر خصوصي ودانیزو شرکتونو ته پروژې نه‎دي ورکړي، د دغو شرکتونو میلیونونه ډالر پور يې هم نه‎دی پرې کړی.

د دې ټولنې رئیس مودود پوپل د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۱۵» ازادي راډیو ته وویل، هغه سلګونه شرکتونه چې له دوی سره ثبت دي، يوازې ۲۰ سلنه‌یې فعالیت لري او نور یې له سقوط سره مخ دي.

نوموړی وايي:

"تقریباً ۵۰۰ شرکتونه موږ سره ثبت دي چې ۲۰ سلنه‌یې فعال او ۸۰ سلنه‌یې غیر فعال ‎دي، لامل‌یې امنیتي ستونزې دي او دا شان اکثراً شرکتونه دا شکایت لري چې حکومت ورته نه پروژې او نه هم په وخت پیسې ورکوي."

ښاغلی پوپل وايي، حکومت اوس‎مهال د بېلابېلو خصوصي شرکتونو نه څه باندې ۱۱۰ میلیونه ډالر پوروړی دی.

د افغانستان د خصوصي شرکتونو د ټولنې په خبره، د پروژو د نشتوالي او امنیتي ستونزو تر څنګ د ودانیزو موادو د بیو لوړوالی، په کور دننه په ساختماني برخه کې په کافي اندازه د ظرفیتونو کمښت او د وسایلو نشتوالی هغه نورې ستونزې دي چې خصوصي شرکتونه ورسره لاس او ګرېوان دي.

دوی له افغان حکومته غواړي چې د پروژو د ورکړې په برخه کې د شفافیت تر څنګ د اړیکو له پاللو هم ډډه وکړي.

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د ښار جوړونې وزارت مسؤلین وايي، افغان حکومت تل له خصوصي سکټور سره په هره برخه کې د پام وړ همکاري کړې.

د دغه وزارت په خبره اوس‎مهال د میلیونونو ډالرو په ارزښت په هېواد کې نږدې دوه میلیونه کورونو ته اړتیا ده چې خصوصي شرکتونو ته يو ښه کاري فرصت دی.

د دغه وزارت د کور جوړونې مرستیال اجمل شمس ازادي راډیو ته وویل، زیاتره هغه شرکتونه چې د پروژو د بشپړولو توان نه‎لري، د پروژو په اخیستلو نه‌بریالي کېږي.

ښاغلی شمس وايي:

"زه فکر نه‌کوم چې د حکومت له طرفه د شرکتونو په وړاندې کوم خنډ موجود وي چې دوی دې پروژې وانه‎خیستلی شي، بلکې دا د دې شرکتونو خپله کمزروي ده چې د لازم ظرفیت او توان د نشتوالي له امله پروژې نه‎شي اخیستلی."

ښاغلی شمس وايي، له کومو شرکتونو چې پیسې د حکومت له‎خوا نه‎دي اجرا شوي، لامل‌یې د شرکتونو له‎خوا د پروژو د قوانینو او اصولو نه‌مراعتول دی.

په ورته وخت کې د ودانیزو چارو کارپوه مطیع‌الله خروټی وايي، د حکومت تر څنګ ودانیز شرکتونه هم ډېرې ستونزې لري چې له امله‌یې دوی نه‎شي کولای پروژې ترلاسه او پلې کړي.

د ده په خبره په دې وروستیو کې د حکومت له‎خوا د ودانیزو پروژو په ورکړه کې د شفافیت اصل ته پاملرنه ډېره شوې، خو یو شمېر شرکتونه د لازم ظرفیت او کاري ناغېړیو له امله د پروژو په ترلاسه کولو کې پاتې راځي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG