د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د خوست ښار د یوې مهمې جادې د بیارغونې کار پیل شو


د سې شنبې په ورځ د خوست ښار د مجاهد څلور لاري څخه تر پروژې پل پورې د دو طرفه جادې د اساسي رغونې کار پیل شو.

یاده جاده چې د ښاروالۍ د عوایدو څخه د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړیږي، د جادې په منځنۍ برخه کې ګلدان او د دواړو سړکونو په اوږدوکې د لایټینګ سیستم هم په پام کې نیول شوی دی.

د خوست د ښاروالۍ چارواکي وايي چې د دې جادې په رغولو سره به، له یوې خوا د ګاډو ګڼه ګوڼه کمه شي او بل لوري ته به د دې جادې په رغولو سره د ښار پاکوالی ډېر شي.

د خوست ښار ډېری سړکونه چې یوه لسیزه وړاندې جوړ شوي، زیاتره برخې يې خرابې شوي او اساسي رغونې ته اړتیا لري.

د ښار د یو شمېر نورو سړکونو د رغونې په تعقیب دا ځل د مجاهد څلور لاري څخه د کباړ تر سرای پورې د غځېدلي دو طرفه جادې د اساسي رغونې چارې هم پیل شوې.

د خوست والي حکم خان حبیبي د سړک د کار د پیل په ځای کې ازادي راډيو ته وویل چې د دې جادې په منځ کې به یو ښایسته ګلدان او د سړک دواړو غاړو ته د لایټینګ سیستم هم ولګول شي.

ده وویل، دا سړک د ښاروالۍ د پرمختیايي بودجې څخه د شپږو میاشتو په موده کې جوړېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه جاده چې د مجاهد څلور لارې نه د پروژې تر پل پورې د نهه سوه مترو په اوږدوالي دو طرفه لویه جاده چې ګلدان، لختي، رڼا او د دې سړک ټول ضمایم ورسره دي، دا به په اساسي ډول باندې د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت باندې جوړیږي."

د خوست والي د پروژو د با کیفیته پلې کېدنې لپاره د قراردادي شرکتونو تخنیکي او مالي وړتیا لازمه وبلله او زیاته يې کړه چې د ټولو ودانیزو شرکتونو د وړتیاوو او امکاناتو د ارزونې لپاره به پلاوی ټاکي او هغو شرکتونو ته به ودانیز قراردادونه ورنه کړي چې د پروژو د ښه تطبیق وړتیا نه لري:

"شخصاً زه غواړم چې د قوانینو په چوکاټ کې د ټولو شرکتونو ارزیابي په دوه برخو کې وکړم، لومړی د دوی تخنیکي ارزیابي وکړم او وروسته يې مالي ارزیابي وکړم تر څو موږ وتوانیږو هغه ټول ساختماني شرکتونه چې هغوی وړتیا لري، ماشینګري لري، هغوی یوه کتګوري کړو او بیا د هغوی په مابین کې دوطلبي وشي تر څو وړ شرکتونه د پروژو لپاره انتخاب او د پروژو کیفت لوړ شي."

د خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر وايي چې نوې رغیدونکې دو طرفه جاده د ښار له مهمو جادو څخه ده چې د ښار د ښکلا او پاکوالي تر څنګ به د ټرافیکي ګڼه ګوڼې په کمولو کې هم ګټوره تمامه شي.

هغه زياتوي، د ښه کيفيت لپاره به له يادې پروژې څخه منظم نظارت وکړي:

"دا د خوست تر ټولو جادو مهمه جاده ده، دلته ټرافیکي ګڼه ګوڼه ده او له دې جادې ډېره استفاده کیږي، د ښاروالۍ اداره په ټولو معیارونو پوره د جادې جوړولو ته ژمنه ده، د پروژې کمیت او کیفیت ته به جدي توجه کیږي، موږ نه یوازې دې جادې ته بلکې په ټولو پروژو کې کیفیت ته جدي توجه کړې ده."

د خوست ښاروالۍ د مسوولین وايي، اوسمهال په خوست ښار کې د خواوشا يو سلو پنځوس ميليونه افغانيو په لګښت د ښاري سړکونو د اساسي جوړونې چارې پيل شوي او په نږدې راتلوونکي کې به په ښار کې د نوي جوړونې د څو نورو مهمو پروژو چارې هم پيل کړي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG