د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د افغانیو ارزښت ټیټیدل او د خوراکي توکو پر بیو یې اغېز


د کندهار د یو شمېر صرافیو تصویر
د کندهار د یو شمېر صرافیو تصویر

په دې وروستيو کې د افغانستان په بازارونو کې د بهرنيو اسعارو په ځانګړي ډول د امريکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ بيه راټيټه شوې ده.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک د وېب‌پاڼې او په کابل کې د سرای شهزاده د معلوماتو له‌مخې، د یوه امریکايي ډالر بیه د تېرې یوې میاشتې په پرتله شپږ افغانۍ لوړه شوې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان ډېره سوداګريزه راکړه ورکړه په امريکايي ډالرو ترسره کېږي.

کابل کې سرای شهزاد د سه‌شنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه کې د يو ډالر بیه شاوخوا ۷۶ افغانۍ ښودلې ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر ښاریان او هټیوال وايي، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې بدلون د دوی پر ورځنۍ راکړه ورکړه منفي اغېز کړی.

د کابل ښار اوسېدونکې نوريه وايي، د ډالرو د بيې له بدلېدو سره د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې لوړېږي او دوی نه‌شي کولى د اړتيا وړ توکي واخلي.

نوریه زیاتوي:

"مخکې افغانيو ارزښت درلود، په ۵ يا ۶زره افغانيو به مو د يوې مياشتې لګښتونه پوره کېدل، خو اوس دا پیسې د یوې اوونۍ لپاره هم بسنه نه‌کوي. ځکه چې ډالر لوړ شوي، خوراکي توکي چې په لوړه بیه اخیستل شوي، هټیوال مجبور دی چې پر خپلو يې په لوړه بيه وپلوري. زر افغانۍ چې ميده کړو، يوازې ترکاري پرې کېږي، د نورې سودا لپاره نه پاتې کېږي."

د هرات اوسېدونکی محمد الیاس وايي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې د لوړېدو له امله دوی اړ دي چې د خپل ژوند لومړني توکي په لوړه بیه واخلي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"له بده‌مرغه د ډالر په بيه کې دغه بدلونونه د توکو د بیې د لوړېدو لامل کېږي، که ډالر را ټيټ شي، بيې نه راټيتيږي او موږ اړ یو چې د اړتیا وړ توکي چې په هره بیه وي واخلو."

د کندوز ولایت منډه یي - ارشیف
د کندوز ولایت منډه یي - ارشیف

دا په‌داسې حال کې ده چې د افغانستان د اړتیا وړ ډېری مواد په ځانګړې توګه خوراکي توکي له نورو هېوادونو واردېږي او واردونکي دغه توکي په ډالرو پېري.

اېمل چې په کابل کې د خوراکي توکو پلورنځی لري، ازادي راډيو ته يې وویل چې په وروستیو څو ورځو کې د افغانيو په وړاندې د ډالرو ارزښت لوړېدو له امله د توکو بيې هم څو برابره لوړې شوي دي.

هغه وايي:

"بيې په لوړېدو دي. يوه مياشت وړاندې د قزاقستان اوړو بيه ١٥٤٣ افغانۍ وه او اوس ١٦١٢ افغانۍ ده. دغه راز د ١٠ لېتره پاکستاني غوړيو بيه له ٩٣٠ افغانيو څخه ١٠٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده."

په ورته وخت کې یو شمېر اقتصاد پوهان ادعا کوي چې د منظم پولي سیاست نشتوالی او د ډالرو قاچاق د اسعارو د تبادلې په بازار کې د بیو د بې‌نظمۍ لامل ګرځي.

د دوی له ډلې شاکر يعقوبي ازادي راډيو ته وويل:

"هغه حل‌لاره چې حکومت يې مخته وړي دا ده چې د افغانیو د ارزښت له راټيټېدو سره سم په بازار کې یو څه ډالر لیلام کړي، چې دا يوه ثابته او دوام‌داره حل‌لاره نه‌ده، ځکه چې بازار هر څومره بې‌ثباته وي او هر څومره چې ډالر بازار ته راووځي، موږ د افغانۍ د بې‌ثباتۍ مخه نه‌شو نیولی، ډېره ښه ده چې د پولي سیاستونو پر بنسټ هوښيارانه فکر وکړو."

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت په کنټرول کې د افغانستان بانک د یک‌شنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ویلي، په بازارونو کې د اسعارو په بيو کې بدلون یو عادي خبره ده او دا بانک په بازار کې د اسعارو د اړتیاو د پوره کولو لپاره کافي اسانتیاوې لري.

ياد بانک دا هم ويلي چې د چهارشنبې په ورځ به ۱۷میلیونه ډالره لیلام کړي.

د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې د افغانستان بانک تر دې مخکې ویلي وو، چې په ۲۰۲۳ کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغاني بانکنوټونو ارزښت د تېر کال په پرتله ۲۶سلنه ډېر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بياځلي واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې د افغانیو پر وړاندې د يو ډالر ارزښت ۱۲۰ افغانیو ته لوړ شوی و، خو له لنډې مودې وروسته د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو بیه د پام وړ لوړه شوه.

د بلومبرګ مجلې له‌خوا د تلې په میاشت کې د اسعارو د درجه بندۍ او ارزښت په اړه خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې، د ميلیاردونو ډالرو بشري مرستې او له اسیايي ګاونډیو سره د سوداګرۍ زیاتوالی د دې لامل شوی چې په ۲۰۲۳ کې افغانۍ ۱۴سلنه‌ وده وکړي.

XS
SM
MD
LG