د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د فارس خلیج په هېوادونو کې د افغان کارګرانو د ویزو اړوند ستونزې زیاتې شوي


د دوبۍ یوه څنډه
د دوبۍ یوه څنډه

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وايي، د فارس خلیج له ګڼو هېوادونو څخه د افغان کارګرو لپاره د کاري ویزو ترلاسه کول ورځ تر بلې ستونزمن کېږي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د دوشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې په‌کې يې ويلي، له ۲۰۲۱ کال وروسته له عمان پرته د فارس خلیج ډېری هېوادونه افغان کارګرانو ته ویزې نه ورکوي.

بحرین، کویت، عراق، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د فارس خلیج د هېوادونو په ډله کې دي.

د دې شبکې د راپور کې راغلي، افغانان له کلونو راهیسې د ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان په ګډون له ناامنیو څخه د خلاصون او د کار موندلو په موخه د فارس خلیج هېوادونو ته تګ راتګ کوي، خو د هرې ورځې په تېرېدو يې يادو هېوادونو ته تګ ستونزمن کېږي.

د دې شبکې په وینا افغان کارګران په افغانستان کې خپلو کورنیو ته د دغو هېوادونو له لارې پیسې استوي او دا کار د افغانستان پر اقتصادي څرخ اغېز لري.

د دغه راپور له‌مخې هغه افغانان چې د فارس خلیج له هېوادونو څخه د کار جوازونه او ویزې لري د کوربه هېوادونو له لوري له ستونزو او نورو سختیو سره مخ دي.

په دې راپور کې له یو شمېر افغان کارګرانو او د هغوی له خپلوانو سره خبرې شوي چې هغوی ویلي د سعودي عربستان په ګډون عربي هېوادونو د افغانانو پر اقتصادي فعالیتونو سخت قوانین وضع کړي او د مالیاتو او د اوسېدو د جواز فېسونه یې زیات کړي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې متحده عربي اماراتو د څلورو کلونو لپاره افغانانو او ۱۳ نورو اسلامي هېوادونو ته د ویزو پر ورکولو بندیز لګولی او مرکه کوونکو ویلي، په وروستیو کلونو کې یو شمېر کارګران له دغو هېوادونو ايستل شوي دي.

په‌دې راپور کې مرکه شویو کسانو ویلي چې په هېواد کې دننه د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله اړ دي چې هغو هېوادونو ته سفر وکړي چې د خپلو کورنيو لپاره د ژوند لګښتونه برابر کړي.

د خوست ولايت اوسېدونکى نقيب الله وايي، د جمهوري حکومت پر مهال يې په سعودي عربستان کې په ناقانونه توګه کار کاوه او اوس چې بېرته افغانستان ته راستون شوى، د کورنۍ اقتصادي وضعيت يې ډېر خراب دى او د دوبۍ په ګډون نورو هېوادونو ته له ډېرو هڅو سره بيا هم د کار لپاره نه‌شي تللى.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "نو موږ غواړو چې لاړ شو، کار پيدا کېږي، د کار پيدا کولو لپاره غواړو چې لاړ شو، خو دلته ستونزې بيخي ډېرې دي، ځکه عربي هېوادونه اوس ويزې نه ورکوي افغانستان ته، ويزې بندې دي، سعودي او دوبۍ ويزې بندې کړي دي، اقتصادي وضعيت بيخي خراب دی، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

د خوست ولايت يو بل اوسېدونکى عصمت الله ځدراڼ هم وايي، د بې‌کارۍ له امله عربي هېوادونو ته د تګ پلان لري، خو د ويزو په ورکولو محدوديتونه ورځ تر بلې زياتېږي.

هغه وايي: "دلته کاروبار نه‌شته، غوښتل مې د عربي متحده‌اماراتو ويزه پيدا کړم، بيخي مشکله ده، اول خو پيدا کېږي نه، چې پيدا شي، بيا ډېر لوړ قیمت لري، يعنې دلته مجبور يو چې اقتصادي خطر پر ځان ومنو، ستونزې بيخي ډېرې دي."

دوی له دغو هېوادونو غواړي چې افغانانو ته د کار ویزې ترلاسه کول اسانه کړي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وايي، افغانان له څو کلونو راهیسې د کار او سوداګرۍ په لټه کې د سعودي عربستان په ګډون د فارس خلیج هېوادونو ته ځي او له ۲۰۰۱ کال وروسته د دوی لپاره دا فرصت زیات شو، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بياځلي راتګ وروسته د عربي هېوادونو په ګډون په ډېرو هېوادونو کې د ویزو پر ورکولو بندیزونه زیات شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته، د دغه هېواد د خلکو بې‌وزلي، بې‌کاري او اقتصادي ستونزې زیاتې شوې او په سلګونو زره يې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله له افغانستانه وتلي او د سيمې هېوادونو ته تللي چې اوسمهال په دغو هېوادونو کې د جبري ايستنې په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG