د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

ویزه لرونکي خوستوال: که هوايي پروازونه برابر نه شي، ویزې مو سوځي


د خوست مساپر
د خوست مساپر

د خوست یو شمیر هغه اوسیدونکي چې په عربي هېوادونو کې کار او مزدوري کوي او وطن ته په رخصتۍ راغلي وايي چې د رخصتیو وخت يې پوره شوی، خو د هوايي پروازونو د نشتون له کبله دوی نه شي کولای عربي هېوادونو ته د کار او مزدورۍ لپاره ورشي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دې هېواد ته، تر ډېره نړیوال هوايي پروازونه بند شوي دي.

بل لوري ته په خوست کې طالب چارواکي وايي، د ویزه لرونکو خوستوالو یادې ستونزې يې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او د یو شمېر عربي هېوادونو له چارواکو سره شریکې کړي او دوی تمه څرګندوي چې دا ستونزه به ژر هواره شي.

خوست او لویه پکتیا چې په عربي هېوادونو کې زرګونه مساپر لري، د هغوی له ډلې وطن ته راغلي ویزه لرونکي کسان له څه مودې راهیسې هوايي پروازونو ته په تمه دي، څو بېرته اړوندو هېوادونو ته لاړ شي.

دوی اندېښنه څرګندوي، که پروازونه نور هم وځنډیږي، د عربي هېوادونو د سلګونو مساپرو ویزې به وسوځي او له دې کبله به ډېر شمیر کورنۍ هغه د څه نا څه ګټې وټې ځای هم دلاسه ورکړي.

یادو خوستوالو نن سې شنبه د تلې په ۶ مه ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو او د عربي هېوادونو له چارواکو وغوښتل چې دوی ته د تګ لاره چاره پیدا کړي: "نوم مې قسمت الله مندوزی دی، د اسلامي امارت او د بهرنیو هېوادونو له مسوولینو مو جدي غوښتنه ده چې هلته مو په یخچالونو کې مړي پراته دي، په جېل خانو کې مو بندیان دي، هغه دې را انتقال شي، دلته مو چې کوم مساپر دي، دا هم ډېر په تکلیف دي، اقتصادي وضع يې ډېره کمزورې شوې ده، بل دا خبره کوم چې الوتکه کویټ او قطر ته تللی شي، به هغې کې بهرنیان تللی شي، نو دا افغانان ولې په کې نه شي تللی؟"

ویزه لرونکي خوستوال وايي، په پیل کې د کرونا ناروغۍ له امله بندیزونو او وروسته بیا په افغانستان کې د نظام په بدلون سره ډېری نړیوال هوايي پروازونه بند شوي او د دوی د ستنېدنې مخه يې نیولې ده.

یو بل کس ولي نیازی وايي، که دوی ته پرواز برابر نه شي، نو د دوی ویزې خرابیږي.

دی زیاتوي، افغانانو ته بهرنیان دا ګوته نیسي چې دوی کرونا واکسین نه دي لګولي، حال دا چې اوس هېڅ مساپر هم د کرونا واکسین له لګولو نه دی پاتې.

ویزه لرونکي کاکو جان وویل، د ګاونډیو هېوادونو په شان افغانان هم نړیوالو سره تعامل او اړیکو ته ضرورت لري او په هغو پسې يې ډیر کارونه بند دي: "دا اته میاشتې کیږي چې سعودي عرب نه راغلی یم، ۶میاشتې رخصتي مې وه، اتو میاشتو ته ورسېده، ویزې مو ختمې دي، رخصتۍ مو ختمې دي، هېڅ د پروازونو پته نه لګېږي، اماراتو نه خواهش لرو چې موږ ته دې پروازونه خلاص کړي، عجیبه ده د پاکستان نه پرواز شته، د ایران او تاجیکستان نه پروازونه خلاص دي، د افغانستان پروازونه ولې نه خلاصېږي. "

حبیب منګل یو بل کس دی چې له عربي هېوادونو کور ته په رخصت راغلی، خو د رخصتۍ هغه قانوني وخت يې لا دمخه پوره شوی دی.

دی وايي، که دوی ته د ستنېدنې څه چاره جوړه نه شي، نو هلته د استوګنې د سند په ورکولو له دوی ډېرې پیسې غواړي چې هغه يې بیا له وسه پورته دي.

د خوست د ولایت مقام
د خوست د ولایت مقام

بل لوري ته په خوست کې طالب چارواکي وايي، د ویزه لرونکو خوستوالو یادې ستونزې يې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي دي.

د طالبانو له خوا خوست والي مولوي محمد نبي عمري وویل: "د اسلامي امارت په کچه دې کې شک نشته چې مشرانو نورو هېوادونو سره تماسونه نیولي دي، نو دا خلک چې ټول اسناد لري، د هغو ملکونو اقامي لري، دوی هم باید په دې کې همکاري وکړي، ځکه دا هم خوار، غریب او مسکین خلک دي، دغه وروڼه چې دلته انتظار دي، هغه هغو هېوادونو ته چې اسناد يې لري، هلته يې بوځي. "

له وروستیو ۵ لسیزو په ځانګړي ډول د خوست زرګونه خلک په ځانګړي ډول عربي هېوادونو کې په کار او مزدورۍ بوخت دي.

دوی عموماً په ۶ میاشتنیو رخصتیو کورونو ته راځي، پخوا ډېر تګ او راتګ د پاکستان په لاره وو، خو اوس وخت کې ډېری مساپر په کابل تګ او راتګ کوي.

له هغه وروسته چې د خوست هوايي ډګر پرانیستل شوی، څو ځلي مساپر په دې ځای هم، دې ولایت ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG