د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

کوچنی اختر د کرونا ویروس تر سیوري لاندې


ارشیف
ارشیف
  • په افغانستان کې به دا ځل اختر د پخوا په پرتله څومره بېل وي؟
  • ایا خلک غواړي دا ځل اختر ولمانځي؟

سږ کال کوچنی اختر د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال رارسېږي.

د ویروس له کبله دا اختر له مخکېنیو اخترونو بېل دی او لمانځلو ته‌یې د خلکو تیارۍ هم کم‌رنګه دي.

عمران عرب د لغمان د مهترلام اوسېدونکی دی. ده ازادي راډيو ته وویل چې دا ځل د اختر لمانځلو اړتیا نه‌لیدل کېږي.

دی زیاتوي: "خلک باید له اختر لمانځلو ډډه وکړي. دوی باید پر ځان محدودیت غوره کړي او نه دې اختر لمانځي او د اختر لمونځ دې په جومات کې نه‌کوي. جومات ته لسګونه بېلابېل خلک راځي. که د کرونا ویروس اخته یو کس هلته راشي نور ټول ورباندې اخته کوي. زموږ په کلي کې دوه درې کورنۍ په ویروس اخته دي او ټول په خپلو کورونو کې دي."

ارشیف، ننګرهار کې د اختر لپاره پخې شوې کلچې
ارشیف، ننګرهار کې د اختر لپاره پخې شوې کلچې

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی فضل ربيع هم ورته اندېښنه لري.

فضل ربيع وايي: "دا اختر به له تېرو اخترونو سره توپیر ولري. په کرونا ویروس د اخته درې کسانو مړي يې له کابل راوړي دي. همدا اوس مې د کار په ځای کې خپل ملګری ولید. ماته‌یې وویل چې جومات ته نه‌ورځم. ما ورته وویل چې بوخت نه‌یم او دا په جومات کې لمانځه نه‌کولو لامل نه‌شي کېدای، بلکې زه له نورو خلکو واټن مراعتوم او د کرونا ویروس له کبله جومات ته نه‌ځم."

زه له نورو خلکو واټن مراعتوم او د کرونا ویروس له کبله جومات ته نه‌ځم.

خو په دوی کې داسې کسان شته چې اختر ته‌یې چمتووالی نیولی.

احمد واسط فیضي د کندهار ښار یو اوسېدونکی داسې وايي: "امادګي مو نیولې ده، موږ مخکې هر کال هرات ولایت ته سفر کاوه او سږ کال که قرنطین لیرې شي هرات ته ځو. د مېلې پلان مو جوړ کړی دی او د کالو او رسم او رواج لپاره مو هم چمتووالی نیولی. د ملګرو کورو ته به ورځو."

  • پر اقتصاد د کرونا ویروس اغېزې

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره محدودیتونه وضع شوي دي چې له کبله‌یې د خلکو پر اقتصاد منفي اغېز شوی دی.

رحیم‌الله د کابل اوسېدونکی دی. دا زوړ سړی د کابل منډوي ته ځي چې د خلکو بار انتقال کړي او یو څه پیسې وګټي، خو دی د کار له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې د اقتصادي ستونزو له کبله‌یې اختر ته تیاری نه‌دی کړی.

کابل کې یو سپین ږیری د بوټونو رنګوونکی د ګرځ‌بندیز پر مهال.
کابل کې یو سپین ږیری د بوټونو رنګوونکی د ګرځ‌بندیز پر مهال.

رحیم‌الله وايي: "چې پیسې او کار نه‌وي، څه ډول اختر ته چمتووالی ونیسو؟ کله چې نه‌شې کولای کالي، غوښې او نور شیان واخلې، څه اختر به وکړې؟ اختر په پیسو کېږي."

دکانداران هم شکایت کوي چې د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره د خلکو کار ته زیان اووښتی دی. شېر اغا له دا ډول دکاندارانو یو دی.

اختر په پیسو کېږي.

شېر اغا زیاتوي: "هېڅ شی نه‌خرڅېږي. قرنطین چې نه‌وو، پلور زیات وو، خو اوس د خلکو وضعیت خراب شوی دی او بازار هېڅ سم نه‌دی روان."

یو شمېر نور بیا وايي چې د کابل په ځينو بازارونو کې د کرونا ویروس پر خپرېدو سربېره خلک سودا اخلي.

افغان حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د کابل ښار د قرنطین طرحه د مارچ میاشتې په اوږدو کې عملي کول پیل کړه او په ډېری ولایتونو کې یې یو شمېر محدودیتونه وضع کړل.

  • روغتیايي توصیه

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو رئیس شفیق‌الله همت له خلکو غواړي چې په اختر کې ځیني اساسي ټکي مراعت کړي.

ښاغلی همت وايي: "لومړی هڅه وکړئ چې د اختر لپاره له وچې مېوې پېرلو ډډه وکړئ ځکه مېوه کولای شي د کرونا ویروس د خپرېدو لامل شي. که د اختر د لمانځه لپاره جومات ته لاړ شئ، له نورو خلکو دوه متره واټن مراعت کړئ. د اختر په ورځو کې په کور کې پاتې شئ او د ملګرو او خپلوانو کورو ته له تګه او خپل کور ته د هغوی له غوښتلو جدي ډډه وکړئ."

د اختر په ورځو کې په کور کې پاتې شئ.

په افغانستان کې د اختر په لومړیو ورځو کې سلګونه کسان د اختر لمانځه ته جوماتونو ته ځي.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقاف وزارت سلاکار مولوي محمد حمیم ازادي راډيو ته وویل، هغه کسان چې غواړي د اختر لمونځ په جومات کې وکړي، باید روغتیايي مقررات مراعت کړي.

مولوي حمیم زیاته کړه: "په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو په حال کې دی، کوچنی اختر هم رارسېدلی، له ټولو علماوو او دیندارو مسلمانانو مو غوښتنه ده چې د ګڼې ګوڼې ځای ته لاړ نه‌شي، د روغتیا وزارت لارښوونې مراعت کړي. هغه څوک چې د اختر لمانځه ته ځي، باید ماسک او دستکشې واغوندي او خپل جای نماز ولري او له نورو سره په واټن کې ودرېږي."

په هرات کې لمونځ کوونکي
په هرات کې لمونځ کوونکي

د نړۍ مسلمانان هر کال د روژې میاشتې له پای ته رسېدو سره کوچنی اختر لمانځي، خو د سږ کال په اختر کې افغانان او د نړۍ د یو شمېر مسلمانو هېوادونو اوسېدونکي په قرنطین کې دي.

دا ناروغي د تبې، وچ ټوخي، ساه بندي او د بې‌حالي نښې لري.

په افغانستان کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر اتو زرو ته رسېدلی دی او تر ۱۸۰ زیات کسان په دې ویروس مړه شوي دي او په همدې حال کې سلګونه رغېدلي هم دي.

د خپلوانو او ملګرو کورو ته تګ، د لاسو پرېولل، د مخ مچول او غېږه ورکول د اختر له دودونو څخه دي، خو روغتیايي چارواکي اوس وايي چې خلک باید د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د لاس ورکولو پر ځای له لیرې سلام وکړي، له یو بل سره لږ تر لږه یو متر واټن مراعت کړي او د یو بل کورو ته له تګه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG