د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د کندز اوسېدونکي او مدني فعالان: د قرنطین ماتېدل ناسم کار بولو


کندز ښار یوه څنډه
کندز ښار یوه څنډه

د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د قرنطین ماتېدل ناسم کار بولي او دغه راز زیاتوې، چې په دغه ولایت کې په داسې حال کې د قرنطین بهیر پای ته رسېږي، چې د کرونا ویروس د لاخپرېدو په حال کې دی.

دوی وايي، که چېرې په بازار کې خلک روغتیايي لارښونې مراعت نه کړي، نو ښايي په دغه ولایت کې یو انسانې ناورین رامنځته شي.

په کندز ښار کې د قرنطین ماتېدو دد ولایت یو شمېر اوسېدونکي او مدنې فعالان یې اندېښمن کړي دي.

په کندز کې په داسې حال کې د قرنطین بهېر پای ته رسېږې چې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو په حال کې دي او تراوسه پورې په لسګونه کسان په دغه ویروس اخته شوي دي.

د دې ولایت اوسېدونکي محمدشاه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د قرنطین پای ته رسېدو سره په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه زښته زیاته شوې ده او دې روان وضعیت موږ یې سخت اندېښمن کړي یو، ځکه خلک روغتیايي لارښونې نه مراعت کوي."

دغه راز د دې ولایت بل اوسېدونکي میروس وویل: "دولت باید بې وزله او مستحقو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشي او ستونزو ته رسېدنه وکړي، څو خلک له خپلو کورونو راونه وځي، ځکه زیات شمېر خلک د لوږې او اقتصادي ستونزو له کبله له کورونو راوځي."

په ورته وخت کې ددې ولایت مدنې فعالان بیا وايي، چې خلک په بازار کې د تګ را تګ پرمهال روغتیايي لارښونو ته توجه نه کوي او که وضعیت همدا ډول ادامه پیدا کړي نو ښايي په اسانۍ سره د کرونا ویروس ټولو کورنیو ته ورسېږې.

مدنې فعال هدایت الله زیارمل په دې اړه وویل: "د قرنطین په ماتېدو سره په ښار کې بېروبار زیات شوی دی او خلک کرونا جدې نه نیسې او یو بل ته لاس ورکوي او روغبړ کوي، چې دې روان وضعیت مدنې فعالان یې سخت اندېښمن کړي دي او موږ له دولت څخه غواړو چې د کرونا ویروس د مخنیوې په هدف بېرته قرنطین پلی کړي."

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، چې دوی د دینې عالمانو او د ولایتي شورا د وړاندیزونو پراساس او د اختر د رارسېدو په خاطر په ښار کې قرنطین پای ته رسولي.

د کندز د والی ویاند عصمت الله مرادي په دې اړه وویل: "موږ له خلکو غوښتنه کوه په ښار کې د تګ را تګ پرمهال د روغتیا کارکوونکو لارښونو ته توجه وکړي څو په کندز کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو مخه ونېول شوي."

په ورته وخت کې د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکتر احسان الله فضلي هم وايي، که چېرې خلک د دوی لارښونو ته توجه ونه کړي، نو ښاييپه دې ولایت کې یو انسانې ناورین رامنځه ته شي.

هغه زیاتوي: "زه هېله من یم چې خلک په ښار کې واټن او روغتیايي لارښونې مراعت کړي او په ګڼه ګڼو ځایونو کې له ګرځېدا ډډه وکړي او که چېرې خلک له موږ سره همکارې ونه کړي، نو د هرې ورځې په تېرېدو سره به په دې ولایت کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شي."

د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي او مدنې فعالان په داسې حال کې په دې ولایت کې د قرنطین د ماتېدو په اړه خپلې اندېښنې څرګندوې، چې تراوسه پورې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس ۷۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG