د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

بلخ چارواکي: د محدودیتونو نرمښت د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې کړي


آرشیف
آرشیف

په بلخ ولایت کې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د وضع شویو محدودیتونو لرې کېدو د دغه ولایت د عامې روغتیا اداره له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.

له پنځه څلوېښتو ورځو قرنطین وروسته په مزارشریف ښار کې سکوت مات شوی دی.

روغتیايي چارواکي وايي چې په کوڅو او بازارونو کې د خلکو حضور ګواښ زیات کړی.

د بلخ د سیمه ییز حکومت د پرېکړې په اساس، په مزارشریف کې د کرونا ویروس له امله ډېری لګېدلي محدودیتونه لرې شوي دي.

د اختر په درشل کې مارکېټونه او هټۍ هم د خلکو پر مخ خلاص شوي دي.

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته ووېل چې د ولایتي شورا د غړو او د ښار د مختلفو ناحیو د مشرانو په غوښتنه دا تصمیم نیول شوی دی.

د ښاغلي فرهاد په خبره، د فقر زیاتوالی، وزګاري او لوږه هغه نور عوامل دي چې دوی یې له امله محدودیتونه لرې کړي دي.

هغه وویل: "مونږ د مخصوصو شرایطو په پام کې نیولو سره محدودیتونه لرې کړي دي، اوس مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي، که وضعیت همداسې مخ ته لاړ شي، له اختر وروسته به بیا ښار قرنطین شي."

په همدې حال کې د بلخ د عامې روغتیا مسئولان وايي چې په کرونا د اخته کسانو او له امله یې د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د بلخ عامې روغتیا ادارې مشر نظام الدین جلیل وايي چې په ټولیز ډول دغه ولایت کې د کرونا ویروس ۵۸۵ پېښې ثبت شوې دي او له دغې جملې ۳۰ سلنه یې ښځینه ناروغان دي.

ښاغلي جلیل زیاته کړه چې لسګونه تنه نور په کرونا له اخته کېدو وروسته مړه شوي دي.

هغه د محدودیتونو لرې کول، روغتیايي سپارښتنو ته د خلکو بې پامي او د ټولنیزې فاصلې نه رعایت کول د کرونا ویروس د زیاتې خپرېدا دلایل بولي.

هغه زیاته کړه: "د محدودیتونو لرې کېدو په بلخ کې د کرونا ویروس خپرېدو ته مرسته کړې، په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، یواځې تېره ورځ مو ۸۵ مثبتې پېښې ثبت کړې."

دا چې د لرې شویو محدودیتونو موده به څومره وي او د کوویډ -۱۹ مثبتو زیاتېدونکو پېښو ته په کتو آیا بلخ سیمه ییز چارواکي به د ورځ تر بلې زیاتېدونکي ناورین مسئولیت به ومني او کنه؟ وخت به ورته ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG