د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې به ډېر ژر د پخې ډوډۍ وېش لړۍ پیل شي


په کابل کې د ډوډۍ وېش
په کابل کې د ډوډۍ وېش

ټاکل شوې چې د هېواد په ۲۸ نورو ولایتونو کې ډېر ژر د نانوایانو له طریقه د پخې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شي.

جمهوري ریاست نن په یو بیان کې ویلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وېډیو کنفرانس له لارې د کابل، بلخ، ننګرهار، کندز، هرات او کندهار ولایتونو والیانو ته هدایت ورکړی چې د ډوډۍ وېش بهیر دې د هېواد په پاتې ۲۸ ولایتونو کې هم پیل کړي.

په بیان کې ویل شوي، ولسمشر غني ویلي د شپږو ولایتونو تجربې وښوده چې د پخې ډوډۍ د وېش بهیر بریالی دی او باید ترې استفاده وشي.

تر دې وړاندې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د قرنطین پر مهال بې‌وزلو کورنیو سره د مرستې لپاره د نانوایانو له طریقه پر دوی د پخې ډودۍ د وېشلو پروګرام پیل شوی چې د یو شمېر ستونزو او انتقادونو سره سره خلکو ترې هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG