د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸۹۴ ته ورسېد


ارشیف
ارشیف

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸۹۴ ته ورسېد.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په څو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۹۰ مثبتو پېښو ثبت خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستيال وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبرې غونډه ته وویل افغانستان کې د تازه پېښو په ثبتېدو سره په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸۹۴ ته ورسېد.

وحید مجروح
وحید مجروح

د ښاغلي مجروح په خبره د "کوویډ-۱۹" ناروغۍ ډېری پېښې هرات، کابل او کندهار کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستيال ګوتڅنډنه وکړه چې د کرونا ویروس ګواښ لوړې کچې ته رسېدلی خو په خبره يې برعکس د خلکو له‌خوا د قرانطین شرایط پلې کول په ټیټه کچه کې دي.

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه افغانستان د کرونا ویروس له ګواښ سره مخ دی او د خلکو جدیت د دې ویروس د ګواښ په وړاندي ډېر کم دی، د ګواښ او بې پروایي ترمنځ دې واټن د روغتیا وزارت اندېښمن کړی، که خلک هرڅومره ډېر دقت وکړي زموږ اندېښنې به هغومره کمې وي."

د ښاغلي مجروح په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په څو ولایتونو کې په کرونا ویروس اخته ۵ کسان مړه شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په دې ناسته کې د نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک مرستو د لګولو په څرنګوالي هم رڼا واچوله.

د نوموړي په خبره، د نړیوال بانک ۱۰۰ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالره به د کرونا ویروس د پېژندې د ظرفیت د لوړوالي برخه کې، په بېلابېلو ولایتونو کې د لابراتورونو د شمېر په ډېرولو چې له ۷ لابراتورونو به شمېر ۱۵ لابراتوارونو ته پورته شي، د ازمایښتي بستو په زیاتوالي او د روغتیایي ټیمونو د ظرفیت لوړوالو په برخه کې ولګول شي.

بلخ کې د کرونا تشخیص لپاره لابراتوار
بلخ کې د کرونا تشخیص لپاره لابراتوار

د عامې روغتیا وزارت د مرستيال په وینا د اسیاسي پراختیایي بانک ۴۰میلیونه ډالره به د روغتونونو جوړولو او له کرونا ویروس سره د مبارزې په نورو برخو کې ولګول شي.

یونیسف چې د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان دولت ترڅنګ د نړیوال بانک او اسیا پراختیایي بانک له‌خوا د مرسته شویو مرستو مسؤلیت په غاړه لري، وایي افغانستان ته به د جون میاشت نیمایي کې د روغتیایي تجهیزاتو لومړنۍ محموله ورسېږي.

ابوبکر کامپو
ابوبکر کامپو

په افغانستان کې د یونیسف یا له ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق ځانګړی استازی ابوبکر کامپو وویل: "ټوله نړۍ د تجهیزاتو له کموالي سره مخ ده او د لېږد خدمات د قرنطین له امله ولاړ دي، خو موږ هیله مند یو چې د جون تر نیمایي د تجهیزاتو لومړنی محموله چې ۱۵۰ ټنه دي افغانستان ته راولو."

د افغانستان د عامې روغتیا مسؤلین وايي، د حکومت له‌خوا د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې جدي اقدامات تر لاس لاندې دي خو اړتیا ده چې خلک هم مرسته وکړي او د قرنطین شرایط په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG