د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: کرونا ویروس د چین له یوه لابراتواره سرایت کړی


ارشیف
ارشیف

د کرونا وبا اړوند معلوماتو د پټولو په خاطر په چین د امریکايي چارواکو د انتقادونو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو هم ویلي چې کرونا ویروس د چین د ووهان ښار له یوه لابراتواره سرایت کړی دی.

هغه دا خبره پرون د امریکا 'اې‌بي‌سي' ټلوېزیون ته په یوه مرکه کې وکړه او تر هغه مخکې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر هم ورته ادعا کړې وه.

مایک پومپيو وویل زیات شواهد شته چې ښيي دا ویروس له همدې ځایه پيل شوی.

نوموړي زیاته کړه: "ډېر شواهد موجود دي چې ښيي 'کرونا' له هماغه ځایه پیل شوه. موږ له پیله ویلي و چې دا ویروس د چین له ووهانه راپیل شوی او فکر کوم اوس ټوله نړۍ په دې پوهېږی. چین په ویروسونو د خلکو د ککړولو سابقه لري او غیر سټنډرډ لابراتوارونه لري."

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو وویل ولسمشر ډونالد ټرمپ ډېر واضح ویلي چې پړ خلک باید ځواب ورکړي.

تر دې مخکې جرمني، فرانسې او انګلستان هم په چین باندې کلک انتقاد کړی چې د کرونا ویروس په اړه‌یې بې‌غوري کړې او ګواکې په خپرولو کې یې ګرم دی.

چینايي چارواکي ورباندې لګېدلي تورونه او د امریکا له‌خوا شوې ادعاوې ردوي.

د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر هم ویلي چې څېړونکي لا د کرونا ویروس د دقیقې سرچینې په لټولو لګیا دي.

څېړونکو لومړی ویل چې کرونا ویروس د سمندري خوړو په یوه بازار کې له یوه ژوي انسان ته انتقال شوی و، خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ پرته له دې چې زیات جزئیات ورکړي وویل داسې شواهد یې لیدلي چې د ووهان د ویروس پېژندنې انسټټیوت د یاد ویروس منبع ده.

د چین دولت د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې د کرونا ویروس په اړه د روغتیا نړیوال سازمان ته خبر ورکړ، خو د راپورونو په اساس دا ویروس له ډېر مخکې هلته پیدا شوی و.

ځینو کسانو له هغې ډلې خبریالانو چې غوښتل‌یې دا موضوع افشا کړي د چین حکومت یا بندیان کړي یا یې ځورولي دي.

ووهان کې ژوند بېرته عادي حالته ته راګرځېدلی
ووهان کې ژوند بېرته عادي حالته ته راګرځېدلی

کرونا ویروس په نږدې شپږو میاشتو کې د نړۍ وضعه بدله کړې ده.

الوتنې ځنډول شوي، رېل ګاډي ولاړ دي، لویې او وړې سوداګرۍ په ټپه ولاړې دي، اقتصاد یې سخت زیانمن کړی او تر ټولو مهمه چې د ګڼو انسانانو ژوند یې ګواښلی دی.

د راپورونو په اساس د نړۍ څه باندې نیمایي خلک په یو ډول د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف په کورونو کې ایسار دي.

امریکا بیا د نړۍ تر بل هر هېواد ډېر زیان لیدلی.

د نړۍ درېیمه برخه په کرونا ویروس اخته خلک په امریکا کې دي.

ارشیف
ارشیف

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې هلته ټول‌ټال یوولس نیم لکه کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې ۶۷ زره او ۵۰۰ کسان مړه شوي.

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له درې نیم میلیونو اوښتی او د ټولو وژل شویو خلکو شمېر دوه لک او ۴۷ زرو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG